د دوو الماني او امریکايي شرکتونو واکسینونه، بیونتیک او مودرنا څه خصوصیات او تفاوتونه سره لري؟ مثلأ د کومو عمرونو کسانو ته کوم یو ښه دی؟ دا هغه دوه واکسیونونه دي، چي په امریکا او اروپايي ټولنه کي یې اجازه ترلاسه کړې ده.

هغه واکسین چي الماني شرکت بیونتیک د امریکايي شرکت فایزر په مشارکت تولید کړ، د اجازې تر پلاس راوړلو لږ وروسته اول وار د ډسمبر پر ۱۴ مه یوه امریکايي تبعه ته تطبیق سو.

د اروپا په اتحادیه کي هم د دغه واکسین/واکسيون تطبیق د ډسمبر پر ۲۶ مه باندي شروع سو. د امریکا متحده ایالاتو د غذا او دواوو سازمان، EFDA  د ډسمبر پر ۱۹ مه د مودرنا واکسین څخه د استفادې عاجله اجازه هم ورکړه. او بیا د جنورۍ پر ۶ مه د اروپا اتحادیې هم د دغه واکسن تطبیق ته اجازه ورکړه.

د اجازې تر پلاس راوړلو دوې ورځي وروسته یوه الماني ټلویزون ددغو دوو واکسینونو مقایسه وکړه، د کومو چي د اروپا په اتحادیه کي یې تطبیق شروع سوی دی.
 

د بیونتیک-فایزر د واکسیون اغیزمنتیا

د امریکا متحده ایالاتو د غذا او دواوو سازمان، EFDA د ارزیابیو پراساس د  بیونتیک-فایزر د واکسیون اغیزمندي په تر ۶۵ کلونو کسانو کي په ښکاره ډول ډیره ده. دغه ارزیابي ښکاره کوي، چي  بیونتیک-فایزر واکسیون د کرونا په مقابل کي ۹۵ فیصده معافیت رامنځته کوي. بیا په دغه سن کسانو کي د مودرنا واکسین معافیت ۸۶ فیصده دی.

په بل عبارت که  ۱۰۰۰ تنه  د مودرنا په دوو دوزو باندي واکسین سي، نو ۱۳۶ تنه به یې بیا هم په کرونا باندي اخته سي، خو دغه تعداد بیا د  بیونتیک-فایزر د دوو دوزو واکسینونو په تطبیق سره ۶۰ تنه دی.

خو د بلي خوا بیا د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۶۵ کلنو کسانو کي د مودرنا واکسین اثر یو څه ډیر دی او ۹۶ فیصده معافیت رامنځته کوي. بیا د  بیونتیک-فایزر واکسیون په تطبیق سره په دغه سن کسانو کي ۹۵ فیصده معافیت رامنځته کیږي. 

د دواړو واکسینونو خصوصیات او جانبي عوارض

الماني ټلویزوني چینل پخپله مقایسه کي د امریکا متحده ایالاتو د غذا او دواوو سازمان، EFDA د ارزیابیو پراساس وايي، چي هغه کسان ،چي د  بیونتیک-فایزر واکسیون ورباندي تطبیق سوی، لږ او خفیف جانبي عوارض لري. د دې برعکس بیا هغه کسان چي د مودرنا واکسین ورباندي تطبیق سوی، نسبتأ ډیر جانبي عوارض لري، لکه د خستګۍ احساس، د سر درد، تبه، د عضلاتو او مفصلونو دردونه.

خو دغه ډول جانبي عوارض په تقریبأ ټولو واکسیونو کي ډیر یا لږ رامنځته کیږي او په مجموعي ډول د بدن د دفاعي سیسټم د فعاله کیدو او واکسین د تأثیر نخښه بلل کیږي. 

د  بیونتیک-فایزر واکسیون د تطبیق حداقل سن ۱۶ کلني او مودرنا دا ۱۸ کلني ده. د دوغو دوو شرکتونو د واکسیونو ترمنځ بل تفاوت د هغه ساتل دي، چي د  بیونتیک-فایزر واکسیون باید په منفي ۷۰ درجې د سانتي ګراد کي وساتل سي او پسله هغه په یخچال کي ۵ ورځيساتل کیدلای سي.
 

خو د مودرنا واکسیون د ساتلو موده ډیره ده او په منفي ۲۰ درجې  سانتي ګراد کي ساتل کیدلای سي. پسله هغه د اطاق په معمولي هوا کي ۱۲ ساعته او یخچال کي ۳۰ ورځي ساتل کیدلای سي.

 

https://www.dw.com/ps/د-کرونا-د-دوو-واکسینونو-بیونتیک-او-مودرنا-مقایسه/a-56179119