د امريکا شیکاګو نړيوال هوايي ډګر کې يو تن د کورونا وېروس له وېرې درې مياشتې په يوه خوندي ځای کې پټ اوسېده.
دغه ۳۶ کلن کس چې ادېتيا سینګ نومېږي د شبنې پر ورځ وروسته له هغه ونيول شو چې د هوايي چلند کارکوونکو ترې غوښتي وو ځان ور وپېژني.
ده، يوه نښان يا بج ورښودلی و خو په اصل کې دا د يوه امنيتي مدير و چې په اکټوبر مياشت کې لادرکه شوی و.
پوليس وايي ښاغلی سینګ د اکتوبر پر ۱۹ د لاس انجلس له هوايي ډګره په يوه الوتنه کې شيکاګو ته تللی و.
د شيګاګو ټرېبيون ورځپاڼې له مخې مرستيال څارنوال کتلين هګرټي ويلي، داسې ښکاري چې د کارکوونکو نښان يا بج يې موندلی او د کورونا وېروس له وېرې يې نه غوښتل کور ته لاړ شي.
داسې ښکاري چې دغه کس د نورو مساپرو په مرسته ګوزاره کوله.
د امنيتي چارواکو په وينا ښاغلی سینګ چې په لاس انجلس کې اوسېږي کومه جنايي مخينه نه لري خو معلومه نه ده چې ولې شيکاګو ته تللی و.
پر نوموړي د هوايي ډګر خوندي ځای ته د ننوتلو له امله زر ډالره ضمانت اېښودل شوی او له هوايي ډګره بنديز پرې لګول شوی دی.
د کوک سیمې قاضۍ سوزانا اورتیز د پېښې څرنګوالي په هکله حیراني څرګنده کړې. نوموړې وايي:
''د محکمې لپاره دا شرایط او واقعیت په دې موده کې چې ادعا یې کېږي، حیرانونکي دي. هغې اړتیا ته په پام سره چې هوايي ډګرونه باید د خلکو لپاره د سفر پر مهال د خوندیتوب احساس ولري، ما ته هغه کړنې چې ادعا یې شوې ثابتوي چې دا سړی ټولنې ته خطرناک دی. ''
د شيکاګو هوايي چلند ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي د پېښې په اړه څېړنه روانه ده او دغه کس هوايي ډګر او مساپرو ته امنيتي ګواښ نه دی پېښ کړی.
https://www.bbc.com/pashto/world-55708910