د امریکا د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د څیړنې د انستیتوت رئیس وایي دغه هیواد فقیرو هیوادونو ته د کروناویروس ضد واکسین د برابرولو لپاره په نړیوال نوښت کې ګډون کوي.

د امریکا د ساري ناروغیو د څیړنې انستیتوت رئیس او د جمهور رئیس جو بایډن روغتیایي سلاکار ډاکټر انتونيفوچي، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې ۲) د روغتیا د نړیوال سازمان د اجرائیه هیات سره په یو ویدیویي کنفرانس کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د "کوویډ۱۹ابزارو ته د لاسرسي چټکول" په نامه د کروناویروس د واکسین د برابرولو لپاره په نړیوال نوښت کې ګډون کوي.

د "کوویډ۱۹ابزارو ته د لاسرسي چټکول" هغه پروګرام دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان په نوښت د واکسین پراختیا، تولید او مساوي ویش لپاره جوړ شوی دی.

ددغه پروګرام هدف د فقیرو او ناداره هیوادونو لپاره د روان میلادي کال تر پایه د کروناویروس د ۱.۸میلیارډ ډوزه واکسین برابرول او انتقال او دغو هیوادونو ته د ۲۴۵میلیون کسانو د درملنې د زمینې او د کروناویروس د ۵۰۰میلیون معاینو برابرول شامل دي.

له دې دمخه د امریکا د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت ویلي وو چې پدغه نړیوال نوښته کې ګډون نه کوي، ځکه چې د روغتیا نړیوال سازمان په کې رهبري کوونکی رول لري.

ښاغلي ټرمپ د کروناوبا په مدیریت کې د روغتیا د نړیوال سازمان په کړنو باندې انتقاد درلود او د تیر کال په جولای میاشت کې یې له دغه سازمان سره د امریکا اړیکې وشلولې.

ښاغلي فوچي وویل چې د امریکا متحده ایالات د روغتیا د نړیوال سازمان پر وړاندې مالي ژمنې ترسره کوي او خپلو پخوانيو تعهدتو ته وفادار پاته کیږي.

ښاغلي فوچي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان سره د متحده ایالاتو د بیرته یو ځای کیدو په اړه اجرایي فرمان لاس لیک کړ.

 

https://www.pashtovoa.com/