د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د چارشنبې پر ورځ د نړۍ ګڼو هېوادونو لپاره د کورونا واکسین د وېش لېست خپور کړی. دا واکسین به د (کوواکس پرواګرام) له مخې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ورکول کېږي.

د هغه لېست له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان پر وېبپانه خپور شوی، اټکل کېږي چې افغانستان به د (کوواکس) پروګرام لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳ میلیونه ۲۴ زره خوراکه واکسین ترلاسه کړي.‌

د همدې لېست له مخې ټاکل شوې ده چې افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی (اسټرا زېنېکا) واکسین ترلاسه کړي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان د لېست له مخې پاکستان ته به څه باندې ۱۷ میلیونه او ایران ته څه باندې ۴ میلیونه خوراکه واکسین ورکول کېږي.

هېره دې نه وي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه یادو هېوادونو ته د واکسین د ورکړې رسمي اعلان نه دی کړی، خو دا لېست یې هر هېواد ته د رسېدونکي واکسین د اټکل په توګه خپور کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا اټکلیز لېست د دې لپاره خپروي چې هېوادونه یې له مخې وکړای شي د خپلو واکسینولو پروګرام ته چمتووالی ونیسي.

یاده اداره وایي، هر هېواد ته د رسېدونکي واکسین وروستی او کره شمېر به وروسته خپور کړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-55925574