ا
فغانستان ته د هند د کورونا ضد واکسين لومړنی جوپه ټاکل شوې د يکشنبې (۷ فبروري) په ورځ کابل ته ورسېږي.
دا د دوه نیم لکو وګړو لپاره پنځه سوه زره واکسین دي، چې د ځانګړو روغتیايي شرایطو په پام کې نیولو سره به په کابل کې د هند سفارت له لوري افغان چارواکو ته وسپارل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، دا واکسین لا د روغتیا نړیوالې ټولنې لخوا نه دي تايید شوي خو ټينګار یې کوي چې د روغتیا نړیوالې ټولنې یې په اړه خپلې څېړنې پیل کړي او په وينا يې تر يوې اوونۍ به يې پايلې روښانه شي.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وايي، د واکسينو د خوندي ساتلو لپاره يې سړې خونې جوړې کړې او اړوند لازم تدبيرونه ورته نيول شوي دي.
نوموړی وايي که چېرې دغه واکسين د روغتيا نړيوالې ټولنې له خوا تاييد شي لومړی روغتيايي کارکوونکو ته ورکول کېږي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د نړۍ ګڼو هېوادونو لپاره د کورونا واکسین د وېش لېست خپور کړی و چې واکسين به ورکول کېږي. د هغه لېست له مخې اټکل کېږي چې افغانستان به د (کوواکس) پروګرام لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳ میلیونه ۲۴ زره واکسین ترلاسه کړي.
د همدې لېست له مخې ټاکل شوې ده چې افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی (اسټرا زېنېکا) واکسین ترلاسه کړي.
افغانستان ته د هند واکسین داسې مهال رسیږي چې په دې هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې په کمېدو دي د عامې روغتیا وزارت د تېرې ورځې راپور ښيي چې په ۲۴ ساعتونو کې پنځه کسان په کورونا اخته او دوه نور یې له کبله مړه شوي دي.
د جانز هاپکنز د شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ټولټال ۵۵ زره کسان پر کورونا وېروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ زيات کسان ترې مړه شوي دي.
د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې تېره اوونۍ د کورونا وېروس ضد واکسين لړۍ پيل شوې، د ساينو فام په نامه واکسين چې په لومړي پړاو کې روغتيايي کارکوونکو ته ورکول کېږي، چين پاکستان ته ډالی کړي دي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-55964914