ایران د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو پر دوهمي پروژې باندي کار کوي. په ایران کي تر اوسه څه د پاسه یو اشاریه څلور میلیونه انسانان په کرونا اخته سوي دي.

 ایران د واکسین جوړولو له ملي کمیټې څخه مسعود سلیماني د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ به په راتلونکو ورځو او یا هم لږ تر لږه په یوه اونۍ کي په آزموینو پیل وکړو».

په سیمه کي د کرونا له پاندیمي څخه دغه سخت اغیزمن سوی هیواد به د سه شنبې په ورځ د سپوتنیک په نوم روسیي واکسین، واکسيناسيون پیل کړي.

سلیماني وویل، د نوموړي واکسین د تطبیقولو په اوله مرحله کي به ۱۳ دواطلبانه چي عمرونه یې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ وي، نوموړی واکسین تر لاسه کړي.

د دسمبر په پای کي به ایران پر خپلو خلکو باندي لومړنۍ کلینیکي آزمویني پیل کړې.

ایران ته د واکسين لومړنۍ بسته د تیري پنجشنبې په ورځ له روسیې څخه ورسېده. دوې نوري به د فبرورۍ پر ۱۸ مه او ۲۸ مه باندي ورورسیږي. د عامي روغتیا وزارت په حواله ایران په مجموعي ډول په روسیه کي د کرونا واکسین دوو میلیونو دوزو ته فرمایش ورکړی دی.

د سپوتنیک V  ترڅنګه به نوموړی هیواد په فبرورۍ میاشت کي د آسترازینکا کمپنۍ ۴،۲ میلیونه دوزه هم ترلاسه کړي.

په ایران کي تر اوسه پوري د څه د پاسه یو اشاریه څلور میلیونو اخته کسانو نومونه ثبت سوي دي.

 

https://www.dw.com/ps/coronairan/a-56505996