د سويلي کوريا حکومت وايي، د پلازمېنې سيول په هغو سپيو او پيشوګانو کې چې د کوويډ ۱۹ ناروغۍ نښي ښکاره شي دوی به يې معاينه کوي.
سويلي کوريا دغه کار وروسته له هغه پيل کړی چې څو اوونۍ وړاندې په يوه پيشونګوري کې د کورونا وېروس خبر ورکړل شوی و.
ټاکل شوې يوازې هغه کورني حیوانات چې تبه يا سا اخيستلو کې ستونزه ولري معاينه شي، او که چېږي يې د کورونا وېروس معاينه مثبته وخته نو په کور کې به قرنطين کېږي.
د يونهپ خبري اژانس د يوې روغتيايي چارواکې پارک يومي له خولې وايي، "دا اړينه نه ده چې حیوانات دې يوه ګوښي ځای ته واستول شي، ځکه داسې هېڅ نښې نشته چې د کورونا وېروس له کورنيو حیواناتو انسانانو ته ولېږدي".
نوموړې وايي، "که چېرې د دې حیوان څښتن په روغتون کې د کورونا وېروس له امله بستر وي، يا ډېر ناروغ وي او نشي کولي د دې حيوان پالنه وکړي نو بيا به د حکومت له خوا جوړ شوي ځای کې قرنطين کېږي".
په سويلي کوريا کې عموما د کورونا ناروغان چې د روغتون درملنې ته اړتيا هم نه لري د قرنطين ځايونو ته استول کېږي.
اغلې پارک اوسېدونکو ته يادونه کړې چې بهر د ګرځېدو پر مهال خپل حیوانات لږ ترلږه دوه متره له خلکو او نورو حیواناتو لېرې وساتي.
د يونهپ خبري اژانس له مخې، تېره مياشت د جنوب ختيځ جېنجو ښار په يوه مذهبي ځای کې يوه پيشو په دې وېروس اخته شوې وه.
روغتيايي چارواکي وايي، يوه مور او لور چې دلته اوسېدلې او د کورونا وېروس پايله يې مثبته راختلې وه، دغې پیشو ته د کورونا وېروس لېږدولی و.
روغتيا پوهانو وړاندې ويلي وو، "ډېر داسې امکان نشته چې سپی يا پيشو انسانانو ته وېروس ولېږدوي، خو څېړنو ښودلې چې کېدی شي چې له یوې پيشو نورو پيشوګانو ته وېروس خپور شي".
په نړۍ کې د يو شمېر کورنيو حیواناتو د کورونا وېروس معاينې مثبتې ختلې خو دا ډول قضیې عموما ډېرې لږې ليدل کېږي.
تېره مياشت دوې بېزوګانې له خپل پالونکي د کورونا پر دې وېروس اخته شوې وې. د زمريانو او پړانګانو په ګډون په ځينو نورو وحشي حيواناتو کې هم د کورونا وېروس علایم موندل شوی دی.
https://www.bbc.com/pashto/world-55999859