کله چې د کورونا واکسین خبره کېږي نو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي چې کله به خلکو ته رسېږي. یو شمېر هېوادونو د خپلو وګړو واکسینولو پرواګرام چمتو کړی، خو ګڼو هېوادنو کې وضعیت لا هم روښانه نه دی.
دې رپوټ کې کتلی شئ چې د نړۍ کوم هېواد د واکسیناسیون بهیر کې تر نورو مخکې دی.
خو د وګړو واکسینولو بهیر دومره ساده هم دی. په اصل کې دا یوه پېچلې پروسه ده چې حکومتونه، نړیوالې ادارې او ساینسي بنسټونه پکې ښکېل دي.
یوه خبره ښکاره ده چې د امریکا او بریتانیا په څېر شتمن هېوادونه د دې کتار په سر کې او تر نورو مخکې دي.
کاناډا او اروپایي ټولنې هېوادنه دویم ځای لري، خو لکه څنګه چې اټکل کېدلی شي، بېوزله او د دریمې نړۍ هېوادونه تر تولو وروسته پاتې دي.
البته ځینې داسې هېوادونه هم شته چې د اټکل یې د واکسیناسیون بهیر ښه روان دی.
په لاندې کرښه کې د هېواد نوم ولیکئ او وګورئ چې هلته د وګړو د واکسینولو بهیر څنګه روان دی.
کاناډا په لومړیو کې له اروپایي ټولنې د خپل نفوس پنځه برابره واکسین واخیست، ځکه وېره یې درلوده چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښایي امریکایی واکسین ورنکړي.
خو خبره سرچپه شوه، امریکا کې د واکسین کمی نشته، خو اروپایي ټولنه یې کمښت سره مخ ده او ښایي نورو هېوادونو ته یې صادرات کم کړي. نو په دې معنا چې د کاناډا سودا سمه نه وه.
د سربیا په څېر هېواد کې هم د واکسیناسیون بهیر تر اټکل ښه روان دی. دا ځکه چې دې هېواد هم له روسیې سپوټنېک او له هم چینه ساینوفام واکسین ترلاسه کړی.
دلیل یې (د واکسین دیپلوماسي) ده، په دې معنا چې چین او روسیه دواړه سربیا کې سیاسي نفوس غواړي، او سربیا له دې حالته ګټه اخیستې او دواړو هېوادونو نه یې واکسین ترلاسه کړی.
د چین ساینوفام واکسین په متحدو عربي اماراتو کې هم اتیا سلنه وګړو ته ورکول کېږي، بلکې چین هلته د دې واکسین د تولید فابریکه پرانیستې او روزل شوي کارکوونکي یې ور استولي دي.
خو که یو هېواد د واکسین تر ټولو لوی تولیدوونکی وي، دا په دې معنا نه ده چې وګړي به یې تر نورو هېوادونو ژر واکسین شي.
څېړنې ښیي چې د هند او چین په څېر هېوادونو کې د ټولو وګړو واکسینول ښایي ډېر وخت ونیسي، او دلیل یې دا دی چې دواړه د نفوس له پلوه خورا لوی هېوادونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د واسکسین نړیواله ټلواله (ګاوي) او د وباو لپاره د چمتووالي مرکز د (کوواکس) په نامه یو پروګرام چمتو کړی، چې د نړۍ هر هېواد ته به د واکسین ورکړه تنظیموي.
بېوزلو هېوادونو ته به د یو ځانګړي فنډ یا بودیجې له لارې په وړیا توګه واکسین ورکول کېږي، خو شتمن هېوادونه به یې په خپلو پیسو اخلي، البته په ارزانه بیه.
یوه ستونزه دا هم ده چې ځینې هېوادونه پر ځای د دې چې د (کوواکس) پروګرام له لارې واکسین ترلاسه کړي، پخپله له تولیدوونکو سره مخامخ اړیکه نیسي.
د دې کار تاوان دا دی چې واکسین ورته ګران تمامېږي. د بېلګې په توګه یوګانډا اعلان کړی چې د هند له (سیرم انسټیټیوټ) نه یې ۱۷ میلیونه ډوزه واکسین اخیستی، او د هر ډوز بیه ۷ ډالره ده.
خو که همدا واکسین د (کوواکس) پروګرام له لارې اخیستل شوی وای نو هر ډوز به ورته په ۴ ډالره تمام شوی وای.
خو پخپله د (کوواکس) پروګرام په اړه هم ځینې نیوکې شته. یوه ستونزه دا ده چې د روغتیا نړیوال سازمان دا پروګرام د واکسین له ګڼو تولیدوونکو سره پر خبرو او معاملو بوخت دی، چې ورسره د واکسین د وېش لړۍ پېچلې شوې ده.
اروپایي ټولنه هم ورته ډېره هیله نه لري، او اټکل کوي چې دا پروګرام که بریالی هم شي نو یوازې به د نړۍ له شلو تر ۲۷ سلونه وګړي واکسین کړای شي.
داسې اندېښنې هم شته چې ځینې هېوادونه ته ښایي ان تر ۲۰۲۳ کاله هم واکسین و نه رسېږي، او یا یې ښایي بیخي ترلاسه نکړي.
بله دا چې د ځینو هېوادونو لپاره واکسین اصلاً لومړیتوب نه دی، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې ځوان نفوس لري او کورونا واکسین پکې ډېر نه دی خپور شوی.
په هر هال، په نړۍ کې د واکسین تولید تر پخوان هر کله په چټکۍ روان دی، خو د ځمکې پر سر د ۷ اعشاریه ۷ میلیارده وګړو واکسینول لویه پروسه ده چې پخوا هېڅکله نه ده ترسره شوې.
کارپوهان حکومتونو ته مشوره ورکوي چې باید خپلو وګړو ته سپینه خبره وکړي، ځکه د نړۍ په کچه د واکسیناسیون دا بهیر ښایي کلونه وخت ونیسي.
https://www.bbc.com/pashto/world-56023930