د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه په ټوله نړۍ کې واکسيناسيون پېل شوی دی. پر ټولنیزو رسنيو د واکسين پر ضد ګنګوسې او د توطیې ډېرې نظریې خپرې شوي. يوه افواه داده چې واکسين د مړينو سبب ګرځي. رښتيا څه دي؟

په نړۍ کې د کرونا واکسيناسيون تر پېليدو وروسته د خلکو سترګې هغو افرادو ته دي چې واکسين شوي دي. په بېلا بېلو هيوادونو کې د کرونا واکسين د تطبيق له پيل سره ګنګوسې هم پېل شوې. په ټولنیزو رسنيو کې ډېر داسې سرليکونه وليدل شول: «تر واکسين کولو وروسته ۱۵ کسان مړه شول.» او يا دا چې د زړو خلکو په فلاني مرکز کې تر واکسيناسيون وروسته څو کسان مړه شول.

دويچه ویله په آلمان، هسپانيا، امريکا متحده ایالاتو، ناروې، بیلجيم او پیرو کې خپاره شوي دا خبرونه ارزولي دي او هڅه یې کړې حقيقت معلوم کړي. د دې رپوټ د ليکلو پر وخت د موجودو معلوماتو په حواله په ذکر شويو هيوادونو کې ۳۷ ميليونو کسانو د کرونا واکسين ترلاسه کړی دی. تر واکسين وروسته د هر علت له کبله د مړو شمير تر ۲۵۰ کم وو. له دې ۲۵۰ څخه یې ۱۸۱ د مړينې پېښې په امريکا کې د عادي خلکو له خوا رپوټ شوي چې په رسمي توګه تائيد شوي نه دي.

آلمان: «تر واکسيناسيون وروسته مړينې»

په آلمان کې د واکسيناسيون له پاره اړوندې ادارې «پاول ايرلش انستيتويت» د واکسين لګولو تر څو ساعتونو نيولې تر څلورو ورځو پورې د مړو شويو لسو کسانو په هکله څيړنې کړي. په دې ټولو پېښو کې د مړو شويو کسانو عمرونه د ۷۹ او ۹۳ کالونو ترمنځ ول او هغوی پر زړښت سربیره نورې ناروغۍ هم لرلې.

د پاول ايرلش انستيتويت د روغتيايي څانګې مشرې بريګیټه کیلر ستانسلواسکي وويل چې د څېړنو په حواله ټول کسان د ورپيښو پخوانيو ناروغيو له کبله مړ شوي دي او مړينه یې له واکسين سره هیڅ تړاو نه لري.

هغې وويل چې د جنورۍ مياشتې تر پايه پورې د نامعلومو علتونو له وجې د مړينو شمير هم همداسي پاته شوی او دا ډول مړينې ډېري شوي نه دي.

هسپانيا: «تر واکسين وروسته د ۷ کسانو مړينه»

د هسپانيا د رسنيو د رپوټونو په حواله د بايونتيک شرکت د واکسين تر لګولو وروسته د زړو خلکو په يوه پالنځای کې نهه کسان مړه شول. دلته مړه شوي کسان هم زاړه ول او په نورو ناروغيو هم اخته ول. خو د دې مرکز د مشر او طبي عملې په حواله نهه کسان د کرونا ويروس له کبله مړه شوي دي.

د بيونتيک او فايرز واکسين په دوو پړاونو کې لګول کيږي. د آلمان د روبرت کوخ انستيتويت په حواله د واکسين تر لومړي دوز وروسته د پنځو او شپږو ورځو په موده کې په کرونا د اخته کيدو خطر موجود وي. په عمومي توګه د واکسين تر لومړي دوز نږدې له ۱۰څخه نيولي تر ۱۴ ورځو وروسته د ويروس پر وړاندې د مدافعيت رامنځته کيدو پروسه پيليږي.

په هسپانيا کې رامنځته شوې په دې پيښه کې هم د ډېر عمر کسان د کرونا له وجې مړه شوي، ځکه چې د واکسين د اثر د پیليدو دمخه هغوی په کرونا اخته شوي ول. معنا دا چې واکسين نه دي وژلي.

په امريکا کې مړينې

دا سرليک چې په امريکا کې «د رسمي معلوماتو پر اساس ۱۸۱ کسان د واکسين ترلاسه کولو وروسته مړه شوي»، په هند کې ډېر خپور او د خلکو د پام وړ وګرځيد. د دې خبر له پاره د «امريکن هيلت ديفنس» ادارې يوه اعلاميه د حوالې په توګه کارول کیدله.

دا اداره په امريکا کې د واکسين سترې مخالفې ډلې برخه ده چې د هر ډول واکسين پرضد تبليغات کوي. په دې رپوټ کې چې د کومو «رسمي معلوماتو» حواله ورکړل شوې ده هغه د VAERS  په نوم له يوه حکومتي سیسټم څخه اخيستل شوي دي.

د معلوماتو په دې مرکز کې د مړو شويو کسانو د کورنۍ غړي د يوې مړينې خبر ثبتوي. دغه ادارې په څرګند ډول ويلي چې بايد يوازې د دې پاڼې پر شميرو تکيه ونه شي.

له ناروغيو څخه  د ساتنې امريکايي مرکز هم يوازې پر دې معلوماتو د تکیه کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ناروې

له ناورې څخه دا خبر چې د «زړو کسانو په مرکز کې تر واکسيناسيون وورسته ۳۰ کسان مړه شوي دي» ترلاسه شو. د ناروې روغتيايي آژانس په دغه مرکز کې د ۳۳ کسانو مړينه ارزولې ده چې ويل شوي ول د واکسين تر لګولو وروسته مړه شوي دي.

تر ارزونو وروسته ويل شوي چې په دغه مرکز کې ډېر ناروغ او زاړه کسان ول او په ناروې کې په دغه دول مرکزونو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴۵ کسان مړه کيږي. تر واکسيناسيون وروسته هم د مړينې اوسط کچه همدومره وه.

د دغه آژانس په حواله د مړينو او واکسین ترمنځ هيڅ ډول تړاو نه دی موندل شوی. خو ويل شوي چې په روغو کسانو کې هم د واکسين د ترلاسه کولو وروسته يو څه منفي اغیزې ترسترګو کيدلی شي چې دا عادي خبره ده.

بيلجيم: «د ۱۴ کسانو مړينه»

د بيلجيم د روغتيا فدرالي ادارې په حواله په دغه هيواد کې ۱۴ کسان د کرونا واکسين تر لګولو وروسته مړه شوي دي خو علت یې واکسين نه وو.

د برسلز ټايمز په حواله مړو شويو کسانو تر ۷۰ کلونو ډېر عمر درلود او څلور پکې آن تر ۹۰ کلنې هم لوړ ول. د بیلجيم د روغتيا دغه فدرالي ادارې د واکسين د جانبي عوارضو په اړه يو رپوټ خپور کړی دی چې پکې ويل شوي چې تر واکسيناسيون وروسته مړينې له واکسين سره هیڅ اړه نه لري. په دې اروپايي هېواد کې د فايرز او مودرنا واکسين کارول کيږي.

پيرو: «د واکسين د آزموينو پر وخت د رضاکار مړينه»

په پيرو کې د چين د ساينو فارم واکسين آزموينه دوام لري. په دې ترڅ کې یو خبر په داګه شوی چې په آزموينه کې شامل يو تن مړه شوی دی. تر دې خبر وروسته ترسره شویو پلټنو وښووله چې دغه رضاکار هيڅ نه وو واکسين شوی، بلکې هغه په «Placebo» ډله کې شامل وو.

د واکسين د آزموينې په دغه ياد پړاو کې رضاکاران پر دوو ډلو ويشل کیږي، يوې ډلې ته واکسين ورکول کيږي او بلې ډلې ته د واکسین د موادو پر ځای يوازې د اوبو پيچکاري ورکول کيږي. له دې څخه موخه د واکسين اغیزمنتوب معلومول وي.

 

https://www.dw.com/ps/coronavirus-vaccinedeaths-side-effects/a-56549040