د روغتیا نړیوال سازمان د بریتانوي- سویډني شرکت، کرونا ضد واکسين استرا زنیکا ته په عاجل حالت کي اجازه ورکړه. په دې سره به نو اوس په ټوله نړۍ، په ځانگړې توگه غریبو هیوادونو کي هم دغه واکسین توزیع سي.
دغه خبره د روغتيا نړيوال سازمان (WHO ) پرون دوشنبه (د فبرورۍ میاشتي ۱۵مه) وکړه او وویې ویل، چي دا په هندوستان او جنوبي افریقا کي د دغه شرکت تولید سوي واکسیونونه دي، چي د کوواکس -ابتکار په واسطه یې اجازه ترلاسه کړې ده.
کوواکس د کرونا واکسین د عادلانه ویش له پاره مبارزه کوي. هغه په ګډه سره د روغتيا نړيوال سازمان دواکسیونونو د اتحاد، ګاوي( Gavi) او د واکسیونو د تحقیقاتي اتحاد، په واسطه رهبري کیږي.
د ۳۳۷ ميلیونو دوزو(پيچکارۍ) لویه برخه، چي کوواکس -ابتکار یې غواړي د کال په اولو شپږو میاشتو کي تقسیم کړي، د استرا زنیکا واکسینونه دي. خو د دغه شرکت واکسینونه جنجالي دي، ځکه چي تر ۶۵ کلنیو پورته انسانانو کي د هغه پر مؤثریت باندي شک موجود دی.
سربیره پردې هغه د یوې څیړني په حواله په جنوبي افریقا کي لومړی کشف سوی د کرونا د نوي شکل په مقابل کي هم مؤثریت نه لري.
خو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا دغه واکسین ته د اجازې ورکول د هغو هیوادونو له پاره اسانتیاوي رامنځته کوي چي نسي کولای پخپله د واکسین د اجازې ورکولو یا نه ورکولو په باب ژر تصمیم ونیسي.
https://www.dw.com/ps/whoastrazenecavaccine/a-56586743