د امریکا متحدو ایالتونو برتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان موافقه وکړه چې د کروناویروس سره مبارزه کې «همکاري زیاتوي».
د جي۷هېوادونو مشرانو په لندن کې د جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب ۱) په بې وزلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین د تولید لپاره د خپلو مرستو اندازه ۷.۵میلیاردډالرو ته زیاته کړه.
د جي۷هېوادونو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي دي: « د الف-اقدام او کروناویروس دواکسین سره (پروګرامونو سره) د څه باندې څلور میلیارد ډالرو د تعهداتو په زیاتېدو سره، د جي۷هېوادونو ټولې مرستې ۷.۵میلیارد ډالرو ته ورسېدې.»
دا مرستې به د کروناویروس سره په مبارزه او په بې وزلو هېوادونو کې د دغه ویروس ضد واکسین په تولید او وېشلو کې لګول کیږي.
دا مرستې داسې مهال اعلانیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې وه چې ښايي په بې وزلو هېوادونو کې د کروناویروس واکسین په عادلانه ډول ونه وېشل شي.
دا مهال امریکا، برتانیا، هند او ځینو نورو هېوادونو د کروناویروس ضد واکسین تطبیق او وېشل پیل کړي دي.
https://www.pashtovoa.com/a/g7-new-committment-against-covid19/5785086.html