د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، د کورونا ضد واکسين د تطبیق لومړنی پړاو به روانه اوونۍ پیل شي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه واکسين چې هند يې له افغانستان سره مرسته کړې، په لومړي پړاو کې به روغتیايي، نظامي او د رسنیو کارکوونکو ته ورکول کېږي.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې د روغتیایي کارکوونکو شمېرې راټولې کړې دي او اوس د امنیتي ځواکونو او د رسنیو د کارکوونکو په شمېرو راټولولو بوخت دي.
د روغتیا وزارت وايي، هغه روغتیایي کارکوونکي چې د کورونا وبا واکسینو ترلاسه کولو لپاره ثبت شوي دي شمېر یې شاوخوا ۱۱۰ زره تنو ته رسېږی.
د روغتيا وزارت د وياند مرستيال ميرويس عليزي په خبره روغتیایي کارکوونکي د دې لپاره په لومړیتوب کې نیول شوي دي چې په کورونا وبا د اخته کېدو له زیات ګواښ سره مخ دي او په دویم پړاو کې امنیتي ځواکونه ډېر زیانمنونکي دي. خبریالان چې د پېښو د پوښښ او مرکو لپاره بېلا بېلو ځایونو ته ځي، درېیمه هغه ډله پېژندل شوې چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له زیان سره مخ دي.
وغتیا وزارت وايي چې د رسنیو د کارکوونکو د ثبت لپاره یې ځانګړې فورمې ورته لېږلې دي چې په هغه کې د واکسینو د وېش مرکزونه مشخص شوي دي.
د دغه وزارت د ډلبندۍ له مخې، د کورونا وېروس واکسین به په ملي، حوزوي او ولایتي روغتونونو او په ځينو ځانګړو تخصصي مرکزونو کې ووېشل شي.
په نورو هېوادونو کې د کورونا وېروس ضد واکسینو د وېش بهیر پاخه عمر لرونکو کسانو ته له تطبیق پیلېږي، خو په افغانستانکې روغتیايي، نظامي او د رسنیو کارکوونکي په لومړیتوب کې نیول شوي دي.
له افغانستان سره هندوستان د کورونا وېروس ضد واکسنیو ۵۰۰ زره ډوزه مرسته کړې چې ۲۵۰ زره کسانو لپاره بسنه کوي.
چین هم ویلی دي چې له افغانستان سره د کورونا وبا ضد واکسینو ۲۰۰زره ډوزه مرسته کوي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-56146943