ګانا په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې د کورونا وېروس واکسين شريکولو پرواګرم (کوواکس) له لارې يې واکسين ترلاسه کړل.
د روغتيا نړيوال سازمان غواړي، د دغه پروګرام له لارې واکسین ټولو هېوادونو ته په عادلانه ډول ورکړل شي.
د کوواکس پروګرام په پلان کې لري، چې په نړيواله کچه د روان کال تر پايه د کوويډ ۱۹ دوه میليارده ډوزه واکسين بېوزلو هېوادونو ته ورکړل شي.
ډېری بډايه هېوادونه چې څو مياشتې وړاندې يې د واکسين پروګرام پيل کړی له خپلې اړتيا ډېر واکسين د پيرولو له امله له ګڼو نيوکو سره مخ شوي.
د ګانا پلازمېنې اکرا ته نن چارشنبې (۲۴ فبروري) د اسټرازېنېکا او اکسفورډ پوهنتون له خوا جوړ شوي ۶۰۰ زره ډوزه واکسين ورسېدل.
د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) په يوه ګډه اعلاميه کې دا يوه "مهمه موقع" بللې او ګانا ته د واکسينو رسېدل يې د وبا په له منځه وړلو کې "مهم ګام" ياد کړی دی.
دا پروګرام په داسې حال کې پيل شوی چې څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان پر وېبپانه خپور شوي لېست له مخې، اټکل شوی و چې افغانستان به د (کوواکس) پروګرام لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳ میلیونه ۲۴ زره خوراکه واکسین ترلاسه کړي.
د لوېديځې افريقا په دې هېواد ګانا کې د کورونا وېروس له ۸۰ زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له ۵۸۰ زيات کسان په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. اټکل کېږي چې اصلي شمېرې تر دې ډېرې وي.
د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي دا واکسين د هغه پروګرام برخه دي چې کورونا وېروس څو بېوزلو او د متوسط عايد لرونکو هېوادونو ته واکسين ورکول کېږي.
کوواکس تر دې مهاله د واکسينو پروګرام لپاره شپږ ميليارده ډالر راټول کړي خو وايي د ۲۰۲۱ کال هدف پوره کولو لپاره لږ ترلږه دوه ميليارده نورو امریکايي ډالرو ته اړتيا لري.
https://www.bbc.com/pashto/world-56185042