د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې، د جانسن اېنډ جانسن په نوم د واکسین اضطراري کارونې ته اجازه ورکړه.
د کووېډـ۱۹ ناروغۍ پرضد دغه واکسین چې خلکو ته په یوه ډوز کې ورکول کېږي، درېیم واکسین دی چې په امریکا کې یې لګولو ته اجازه ورکړل کېږي.
د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون شنبه (د کب ۹مه) دا اجازه په داسې حال کې ورکړه چې تر دې یوه ورځ مخکې د متخصصانو یوه خپلواک پلاوي په لوی اکثریت د درمل جوړولو امریکايي شرکت دا واکسین تایید کړ.
د امریکا د خوړولو او درملو د تنظیم اداره وايي، د جانسن اېنډ جانسن واکسین خوندي دی، یوازې کوچني جانبي عوارض لري، خو د کرونا ویروس پر وړاندې خلک خوندي کولی شي.
په نړۍ کې پر ۴۴۰۰۰ کسانو د دغه واکسین ازمویلو ثابته کړې چې جانسن اېنډ جانسن واکسین خلک د کرونا وایروس په وړاندې ۸۵ فیصده خوندي کولی شي.
https://pa.azadiradio.com/a/31125677.html