د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چین ورسره د څلور سوه زره ډوزه کورونا واکسین مرسته کوي. کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر وحید مجروح سره په لیدنه کې د دې مرستې خبر ورکړی دی.
چین له دې وړاندې افغانستان سره د دوه لکه ډوزه واکسین مرستې ژمنه کړې وه.
خو اوس د عامې روغتیا وزارت وایي چې چین دا مرسته دوه چند کړې او ټولټال به افغانستان ته ۴ لکه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي.
چین به دویم هېواد وي چې افغانستان ته د کورونا ضد واکسین ورکوي. له دې وړاندې هند هم افغانستان ته پنځه لکه ډوزه د کورونا ضد واکسین ورکړی.
همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان هم ژمنه کړې ده چې د واکسین د وېش نړیوال پروګرام (کوواکس) له مخې به افغانستان ته ۱۶ میلیونه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی د کابل په هوايي ډګر کې د پنځه میلیونه ډوزه او په ټول هېواد کې بیا د ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتلو وړتیا لري او هم کولای شي په پنځلس ورځو کې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي واکسین کړي.
https://www.bbc.com/pashto/56232496