د امریکا د خوړو او درملو سازمان (اېف ډي اې) له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره "جانسن انډ جانسن" واکسین ته رسماً اجازه ورکړې ده.

ازموینې ښيي چې دا واکسین ۸۵ سلنه د ناروغۍ د سختو نښو راڅرګندېدو مخه نیولی شي.

دا واکسین به د فایزر ا ومډرېنا شرکتونو له واکسینو سره یوشان ناروغانو ته ورکول کېږي او په ډېرو معمولي یخچالونو کې هم ساتل کېدای شي.

د مډرېنا او فایزر واکسینو فعالیت اغېزناک ثابت شوی، خو باید دوه ډوزه وکړل شي، حال دا چې جانسن انډ جانسن واکسین یوازې یوه ډوز ته اړتیا لري.

امریکا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې جانسن انډ جانسن واکسین ته یې اجازه ورکړه.

له اېف ډي اې د جواز اخیستو لپاره باید درمل په سلو کې ۵۰ مؤثر تمام شي.

له عادي انفلونزا سره د مبارزې لپاره واکسین معمولاً ۵۰ تر ۷۰ کارنده دي.

جانسن انډ جانسن شرکت- چې د نړۍ په لر او بر کې یې وګړي د ماشومانو د شامپو او پوډر په نامه پېژني، ویلي وو کله یې چې واکسین تایید شي، نو لومړي پړاو کې به خپل شاوخوا ۴ میلیون ډوزه واکسین واستوي.

دې شرکت ويلي د راتلونکې جولای تر پایه به په ټوله کې د امریکا دولته ته ۱۰۰ میلیون ډوزه واکسین وړاندې کړي.

بریتانیا، اروپايي ټولنې او کاناډا هم ددې واکسین سپارښتنه کړې ده.‌

اېف ډي اې د ډاکټرانو او روغتیايي متخصصو سلاکارانو جوړ پلاوی دی.‌

دغه سازمان یوه اونۍ مخکې ویلي وو، ارزونې یې ښيي چې جانسن انډ جانسن واکسین له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره (موثر او خوندي) دی.

اېف ډي اې د خپل رپوټ په پایلو کې ویلي، دا واکسین د کوویډ-۱۹ د نښو کمولو کې (ښکاره ګټې) لري.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-56227696