د دې واکسین د خونديتوب په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې اسټرازِنِکا ویلي، د صاداراتو برخه کې محدودیتونو د دوی مخه نیولې چې له خپلې نړیوالې شبکې د واکسینونو ستنې ترلاسه کړي، څو اروپايي ټولنه کې د دې واکسینونو د رسولو برخه کې خپل کمی پوره کړي.
په عین حال کې اتریش، چک جمهوریت، سلوېنیا، بلغاریا، کروشیا او لاتویا د اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې، څو د واکسینونو د ویش برخه کې د رامنځته شوي هغه څه په اړه خبرې وکړي چې دوی "لوی توپیر" بللی دی.
اروپايي شورا او کمېسیون ته د دې شپږو هېوادونو له خوا د شنبې په ورځ په استول شوي ګډ لیک کې ویل شوي: "که دا سیستم مخکې یوړل شي، دا به د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ تر دې دوبي پورې لوی توپیر رامنځته کړي. داسې چې ځینې هېوادونه به په څو اونیو کې د کرونا پرضد معافیت ترلاسه کړي او یو شمېر نور به شاته پاتې شي."
پر دې سربېره چې دې شپږ هېوادونو شکایت کړی چې اروپايي ټولنه کې واکسین عادلانه نه ویشل کېږي اروپايي کمېسیون د کووېډ-۱۹ د واکسینونو د وېش برخه کې د خپلې پالیسۍ دفاع کړې.
په بریتانیا او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ضد واکسینونو برخه کې شوي پرمختګ ته په پام پر بروکسل د اسټرازِنِکا او نورو درمل جوړونکو کمپنیو له خوا د جوړېدونکو کرونا ضد واکسینونو د ورو پیل او ویش له کبله تُند انتقادونه په زیاتېدو دي.
د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس سربېره پردې چې ځینو هېوادونو د اسټرازِنِکا د واکسینونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي، د دې واکسینونو دفاع کړې او ویلي یې دي، حکومت یې غواړي چې د اپریل تر۱۵مې نېټې د فرانسې لس میلهونه وګړو ته واکسین ورسوي.
نوموړي د واکسینونو د یو مرکز د لیدنې پر مهال وویل:"زه به ځان ته دا اجازه ورنه کړم چې خپلو هېوادوالو ته زهر ورکړم" چې اشاره یې د اسټرازِنِکا د واکسینونو د خوندیتوب په اړه راپورته شویو اندېښنو ته وه.
دا زیاتیدونکې ستونزې داسې مهال دي چې څو اروپايي هېوادونه د کرونا وبا له دریېمې څپې سره مخ دي، هغه څپه چې د کووېډ-۱۹ نوې بڼې چې تر نورو ډېره چټکه خپریدونکې او وژونکې ده، پیاوړې کړې ده.
https://pa.azadiradio.com/a/31149990.html