په امریکا کې د اکسفورډ د اسټرازېنېکا پر واکسین د اوږدمهال څېړنې ښودلې چې دا واکسین "خوندي" او "ډېر ښه اغیز" لري.

د دې څېړنې په پایلو کې مالومه شوې چې اسټرازېنېکا واکسین چې افغانستان هم تر لاسه کړی، اتیا سلنه هغو کسانو بدن کې د کورونا وېروس نښې له منځه وړي چې دا وکسین ورکړل شوی دی.

دغه راز د څېړنې له ترسره کېدو وروسته موندل شوې چې د اسټرازېنېکا واکسین کولی شي چې په کورونا وېروس د جدي اخته کېدو او د سخت حالت مخه سل په سلو کې ونیسي.

دا څېړنې پر هغو ۳۲ زره کسانو ترسره شوې چې ډېر یې د امریکا او نور یې د چیلی او پيرو هېوادونو اوسېدونکي دي.

د دې ازموینې د پایلو بله مهمه برخه داده چې دا واکسین له کورونا وېروسه له ۶۵ کلونو د لوړ عمر لرونکي کسان هغسې خوندي کوي لکه ځوانان چې له دې وېروس ژغوري. دغه راز مالومه شوې ده چې اسټرازېنېکا واکسین د وینې د غوټه کېدو په ګډون جانبي عوارض یا منفي اغیزې نه لري.

په امریکا کې د دې شوې څېړنې پایلې به د اروپايي هېوادونو لپاره هم ګټورې وې، ځکه د دغې لویې وچې څو هېوادونو کې له ۶۵ کلونو لوړ عمر لرونکو کسانو ته دا واکسین نه ورکول کېده. خو د اروپایي ټولنې د درملو د څار ادارې استرازېنېکا واکسین د ټولو لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره تایید کړی دی.

د اروپا په ځینو هېوادونو کې د اسټرازېنېکا پر واکسین د بارو کمی

د YouGov په نوم د عامه رایو مالومولو بنسټ د سروې پایلې ښيي چې په اروپا کې د پر اسټرازېنېکا واکسین باور کم شوی دی.

د دې واکسین په اړه وروسته له هغه اندېښنې زیاتې شوې چې په څو اروپايي هېوادونو کې د وینې د غوټه کېدو له امله د دې واکسین کارول وځنډول شول.

خو د اروپا د درملو د څار ادارې له تایید وروسته ځینو اروپايي هېوادونو د دې واکسین کارول بیا پیل کړي دي.

د دې بنسټ د سروې د پایلو له مخې په فرانسه کې د پوښتل شویو کسانو له ډلې څه باندې ۶۰ سلنه او په جرمني کې څه باندې ۵۰ سلنه، په دې نظر دي چې دا وکسین خوندي نه دی.

خو په بریتانیا کې پر دې واکسین خلک ښه باور کوی او هره ورځ سلګونه زره کسانو ته ورکول کیږي. د ارزونو پایلې ښيي چې په دې هېواد کې نږدې اتیا سلنه خلک وايي چې د استرازېنېکا واکسین بشپړ خوندي دی.

په امریکا کې د دې نوې څېړنې پایلې د امریکا لپاره ډېرې مهمې ځکه دي چې دا څېړنه دې ته لاره هواروي چې اړونده ادارې په یوه یا دوه میاشتو کې د اسټرازېنېکا واکسین کارول په امریکا کې تایید کړي.

پاکستان کې د کورونا وېروس نوې څپه

په پاکستان کې د کورونا وېروس د نويو مثبتو پېښو په زیاتېدو سره د محدودیتونو سختولو پریکړه شوې ده.

د پاکستان د ملي عملیاتي بنسټ مشر اسد عمر پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې نن ( مارچ ۲۲ ) غونډه کې پرېکړه وشوه چې پر هغو فعالیتونو بندیزونو پراخ کړل شي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدل زیاتوي. هغه ویلي ټولو ادارو ته ویل شوي چې څار زیات کړي او د سرغړونو مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د کورونا وېروس دریمه څپه پیل شوې ده. همدې لړ کې تمه ده چې د راتلونکې چارشنبې پر ورځ د تعلیمي ادارو د بندولو په اړه مهمه پرېکړه وشي.

په هند کې هم د کورونا وېروس په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د کورونا وېروس ترټولو لوړ شمېر مثبتې پېښې شوې.

تېره اونۍ هند کې ۲۶۰ زره مثبتې پېښې شوي دي، او دا له کله چې تېر کال هند ته کورونا وېروس رسېدلی په یوه اونۍ کې تر ټولو لوړ شمېرې مثبتې پېښې دي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-56485287