د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دولت څه باندې ۴۷زره ملکي کارکوونکو ته د کرونا ویروس واکسینونه شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۴ (وري پنځمه) امریکا غږ ته وویل په ۳۴ ولایتونو کې لومړی ۴۴زره او ۷۲۷ روغتیايي کارکوونکو او له هغې وروسته دوه زره او ۶۴۲ ښوونکو ته د کروناویروس واکسینونه شوي دي.
ښاغلي علي زیاته کړه چې سربیره په دې څه باندې ۱۲۰۰ د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته هم واکسینونه شوي دي.
د افغانستانن د عامې روغتیا وزارت د هغو امنیتي منسوبینو چې د کروناویروس ضد واکسین ورته شوی شمېره په واک کې نه لري خو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو وویل چې د ملي اردو کابو ۱۱زره منسوبین او څه باندې اته زره او ۶۶۰ پولیس واکسین شوي دي.
په افغانستان کې د کروناویروس د واکسین د تطبیقولو لړۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې او په لومړي پړاو کې تاکل شوې چې ۲۵زره کسانو ته واکسین وشي.
https://www.pashtovoa.com/a/covid-19-vaccination-process-in-afghansitan-/5828052.html