د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا د تازه بڼې لومړۍ اوه پیښې ثبت شوې. د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس دغه ډول د لومړي ځل له پاره په بریتانیا کې ثبت شوې وه او دا چې دغه پیښې په ننګرهار ولایت ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا د نوې بڼې د لومړۍ پیښې د ثبتیدو خبر ورکوي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، غلام دستګیر نظري د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «له بده مرغه موږ د کوید ۱۹ د بریتانوي ډوله ویروس اوه مثبتې پیښې ثبت کړي دي.»

د چارواکو په خبره، کرونا ویروس دغه نوی ډول په ننګرهار ولایت کې ثبت شوی دی او زیاتوي چې هغه کسان د کرونا ویروس په نوې بڼه اخته شوي چې په دې وروستیو کې یې پاکستان ته سفر کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره چې دوی اوس ۱۴۸ داسې کسان مشخص کړي چې په تیرو لسو ورځو کې یې په کرونا له اخته کسانو سره اړیکې درلودې. د نظري په خبره دوی یادو کسانو ته د قرنطین سپارښتنه کړې ده.

په افغانستان کې اوسمهال د کرونا ویروس له کبله هیڅ ډول محدودیتونه نه دي وضع شوي. له همدې کبله افغان چارواکي اټکل کوي چې د کرونا وبا دریمه څپه به په افغانستان باندې د نورو هیوادونو په پرتله ډیر اغیز ونه کړي ځکه چې په لومړۍ او دومه څپه کې ګڼ شمیر افغانان په دغه ویروس اخته شوي وو.

د افغانستان د حکومت د شمیرو له مخې تر اوسه پورې د هندوستان له لوري د مرسته شویو واکسینونو په واسطه له ۷۵ زره څخه ډیر کسان د کرونا پر وړاندې واکسین شوي دي. افغانستان د همدې کال د فبرورۍ په میاشت کې له هند څخه د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ترلاسه کړی وو.

 

https://www.dw.com/ps/afghanistan-reports-first-cases-of-british-covid-19-variant/a-57030677