په پاکستان کې د اونۍ په پای کې د کووید ۱۹ ضد واکسین د تجارتي خرڅلاو د لومړي پړاو له پیل سره سم په کراچۍ ښار کې په زرونو ځوانان د دغه واکسین د ترلاسه کولو له پاره په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو.
د اونۍ په پای کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تجارتي خرڅلاو د لومړي پړاو له پیل سره سم په همدې ووځ د ټولو واکسینونو د خلاصیدو خبر ورکړل شو.
په اوس وخت په دغه هیواد کې د روغتیایي سکتور د کارکوونکو او تر ۵۰ کلونو د لوړ عمر درلودونکو ته په وړیا توګه د واکسین لګولو لړۍ روانه ده. خو دغه بهیر د اړتیا په مقابل کې ډیر سست پرمخ روان دی.
تیره اونۍ حکومت شخصي سکتور ته په تجارتي موخه د واکسین واردولو اجازه ورکړه چې وروسته تر هغې د سپُټنیک V واکسین وارد کړای شو. د دغه واکسین دوه دوزه په ۱۲ زره پاکستاني کلدارو پلورل کیږي.
۸۰ ډالره یا ۱۲۰۰۰ پاکستاني کلدارې د عامو خلکو له پاره کمې پيسې نه دي، خو سره له دې هم خلک په ډیرو اوږدو کتارو کې د دغه روسي واکسین د پیرولو له پاره حتی تر ۳ ساعتونو پورې انتظار باسي.
د واکسین پیرونکو کې تر ټولو لوړ شمیر د ځوانانو وو، ځکه د حکومت له خوا د وړیا واکسین ترلاسه کوونکو او هغو کسانو کې چې لومړيتوب ورته ورکول کیږي، اوسمهال ځوانان نه دي شامل.
په پاکستان کې د کرونا وبا د دریمې څپې له امله په ولسي کچه د خلکو ژوند ډیر اغیزمن شوی دی او په خلکو کې د کرونا ناروغۍ ویره هم مخ پر ډیریدو ده.
https://www.dw.com/ps/corona-virus-pakistan-vaccine-sales/a-57103638