د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کرونا له لاسه مړینې اوج ته رسېدلې دي.
د ایران د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی په تېر یوه شپه او ورځ کې له ډسمبر راهیسې د مړینو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی.
د روغتیا وزارت ویاندې سیما لاري تأیید کړه چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا وویل چې د مړینو د شمېر او د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالی په ایران کې د کرونا د انګلیسي بڼې د خپرېدو له امله دی چې د ده په خبره له عراقه ایران ته رسېدلی.
د ورلډ میټرس انفو وېبپاڼې له مخې په ایران کې پر کرونا د اخته خلکو شمېر له دوو ملیونو، ۷۰ زره او ۱۴۱ کسانو اوښتی چې له ډلې یې ۶۴ زره او ۴۹۰ کسان مړه دي.
اخوا په پاکستان کې 'کووېډ-۱۹' په یوه ورځ ۱۱۴ کسان مړه کړي.
په پاکستان کې د کرونا د څار ادارې چارواکو یکشنبه دا اعلان وکړ.
دې ادارې په خپل بیان کې اندېښنه ښودلې چې د ۱۱۴ کسانو مړینه بېسارې او د جدي اندېښنې وړ ده.
په پاکستان کې په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر له ۷۲۰ زره ۱۶۴ ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۵،۴۴۳ کسان مړه شوي.
https://pa.azadiradio.com/a/31198787.html