په افغانستان او اکثرو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې پیل شوه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره ده او دا وېره شته چې ښايي په دې میاشت کې د دې وبا سرایت لا زیات شي.
سږنۍ روژه دوهمه روژه ده چې په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د کرونا د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګول شوي دي، خو په ځینو اسلامي هېوادونو کې دا محدودیتونه تر ډېره په پام کې نهنیول کېږي.
په همدې حال کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې دیني عالمان خلک هڅوي چې که د روژې پر مهال واکسین ولګوي، نو روژهیې نهماتېږي.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییز مسؤل احمد المندهري اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د پروسږنې روژې پر مهال د ګرځبندیز نهرعایت او په جوماتونو کې د خلکو راټولېدلو ناوړه عواقب رامنځته کړل. نوموړی زیاتوي سږکال هم دا وېره شته چې پروسږنه تجربه تکرار نهشي.
په ډېری هېوادونو کې د کرونا د سرایت د مخنیوي لپاره د روژهماتي پر مهال د ډوډۍ وېش بند شوی دی.
https://pa.azadiradio.com/a/31200814.html