د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ګبریوسېس وايي، نړۍ په څو میاشتو کې کورونا وبا کنټرولولی شي، خو په دې شرط چې د کورونا ضد وسایل په اغېزناک او برابر ډول وکارول شي.
د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې نړۍ کې له کورونا مړینې تر درې میلیونو پورته شوې دي.
ښاغلي ګبریوسېس پرون خبري غونډې ته وویل، د کورونا وسایل لرو، چې څو میاشتو کې دا وبا کنټرول کړو، خو که دا وسایل په برابره او پرلپسې توګه وکاروو.
د نړیوال اقلیمي بدلون سوېډنۍ فعالې ګریتا تنبرګ دې غونډې ته د ویډیو له لارې پر هغه څه نیوکه وکړه چې نوموړې واکسین کې ملتپالنه وبلله.
د هغې په خبره، دا نااخلاقي ده چې شتمن هېوادونه د مخ پر وده هېوادونو له زیانمنو وګړو خپل ځوان نسل ته په واکسین کې لومړیتوب ور کوي.
خو د روغتیا نړیواله اداره وايي، د کووېډ-۱۹ پېښو وروستي زیاتوالي کې د هغه عمر کسان هم اغېزمن شوي چې وړاندې دې ناروغۍ پرې کم اغېز درلود.
ښاغلي ګبریوسېس هم دې باندې اندېښنه وښوده چې کورونا د نړۍ په کچه د ۲۵ او ۵۹ کلونو په عمر وګړو کې په اندېښمنوونکي ډول خپره شوې ده.
د ښاغلي ګبریوسېس په باور، ښايي لامل یې د کورونا د ډېرو لېږدېدونکو بڼو رامنځته کېدل وي.
د نوموړي په وینا د کورونا لومړیو نهو میاشتو کې له دې وبا د مړینو شمېر یو میلیون ته ورسېد، خو ورپسې څلور میاشتو کې دا شمېر دوو او بیا دریو نورو میاشتو کې درې میلیونو ته ورسېد.
https://www.bbc.com/pashto/world-56811485