د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د اسیا پراختیايي بانک په دې هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري.

د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.

 

https://pa.azadiradio.com/a/31216581.html