په هند کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا وېروس د څه باندې ۳۳۲ زره کسانو په اخته کېدو یوځل بیا ریکارډ جوړ کړی او په دې هېواد کې روغتیايي سیستم ناروغانو ته په درملنه پسې نه شي رسېدلی او د څو ګړیو لپاره د هغوی لومړني روغتیايي خدمات درول شوي وو.
تېره ورځ هم د ډیلي په ۷ روغتونونو کې د اکسیجن نشتوالی د خبرونو د سر ټکی ګرځېدلی و.
د مړو شویو کسانو د جسدونو سوځولو خبرونه ورکړل شوي.
د جمعې په ورځ هند کې ۳۳۲ زره او ۷۳۰ نوي کسان په کورونا اخته شوي وو، دا ریکارډ یوازې یوه ورځ وروسته تر هغه جوړ شو چې د پنجشنبې په ورځ ۳۱۳ زره کسان په کورونا وبا اخته شوي وو.
د هند د رسمي شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۲۲۶۴ کسان د کوویډ-۱۹ له امله مړه شوي.
په ډیلي کې د سر ګانجا رام روغتون سلاکار ډاکټر اتول ګوجیا بي بي سي ته ویلي، د کورونا وبا د ناروغانو ناڅاپي ډېرېدل ددغه روغتون د ټولو بسترونو د ډکېدو لامل شو.
"موږ دومره بستره نه لرو چې اکسیجن ته ضرورت لرونکي ټول ناروغان پرې بستري کړو او کوم مو چې لرل هغه ټول ډک شوي دي. ځینې ناروغان د اکسیجن له خپلو ډبو یا بې له اکسیجنه روغتون ته مراجعه کوي. موږ هم غواړو له هغوی سره مرسته وکړو، خو کافي اکسیجن نه لرو، د اکسیجن زېرمه هم نه لرو."
"زموږ ټولې ټیلیفوني کرښې له متقاضیانو سره د هغوی د ځوابونو په ورکولو بوختې دي. خلک له درنګ پرته موږ ته زنګونه وهي. د روغتون مخې ته د ناروغانو کتارونه ولاړ دي خو موږ تش کټونه نه لرو."
"زموږ هڅه دا ده چې ځای ورته پیدا کړو. کوم ناروغ چې نسبتاً لږ روغ شي رخصتوو یې او پر ځای یې بل شدید ناروغ بستروو. اوس وضعیت ډېر کړکېچن دی."
په هند کې د بي بي سي خبریال سوتیک بیسواس وايي، هغه روغتیايي توکي چې روغتونونه اړتیا ورته لري، له کمښت سره مخامخ دي یا کمیابه دي.
"د هند عالي محکمې بېړنی حالت اعلان کړی. خو دا تر بېړني وضعیت هاخوا وضعیت دی. په بمبۍ او ډیلي کې چې د کړکېچ اصلي ځایونه دي، اوس ژوندي پاتې کېدل یو "نعمت" ګڼل کېږي".
په هند کې تر اوسه تر ۱۶ میلیون ډېر کسان په کوویډ-۱۹ اخته شوي او د کورونا وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر اوس ۱۹۰ زرو ته رسېدلی چې تر امریکا وروسته په نړۍ کې دا دویم هېواد دی.
هند په دې هېواد کې د واکسیناسیون پراخ پروګرام پیل کړی، خو تر اوسه ددغه هېواد ډېر کم وګړو ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شوی.
چارواکو ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به ټولو تر ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو خلکو ته واکسین چمتو شي. خو د کارپوهانو په وینا، هند د وړ کسانو لپاره ۶۰۰ میلیون ډوزه واکسین نه لري.
روغتیايي کارپوهان وايي، دا هېواد د کورونا وبا پروړاندې د خوندیتوب کچه راټیټه کړې ده او د محدودیتونو په لیرې کولو یې د لویو غونډو جوړېدو اجازه هم ورکړې چې همدا د کورونا وبا د بېرته ډېرېدو لامل شوی.
https://www.bbc.com/pashto/world-56869920