د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري ډول د زیاتېدو په حال کې دي.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي نن یکشنبه اپرېل ۲۵( غويي ۵) امریکا غږ ته وویل: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې په دې وورستیو کې زیاتې شوي دي،که چیري پېښې مقایسه کړو، نسبت مخکې درې اونیو ته، تقریباً د کرونا مثبتې پېښې ۷۰ سلنه زیاتې شوي دي."
ښاغلي علیزي وویل چې تیره اونۍ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې ۲۰۷ مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نوې بڼې پېښې ۱۲۴ یې په ننګرهار او ۳۱ نورې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس یادې مثبتې پېښې تر ډيره د افغانستان په ختیځ کې زیاتې شوي دي.
د دې ترڅنګ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۲ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی چې ۶۰ یې یوازې په ننګرهار او ۳۳ په کابل ولایت کې دي.
همدارنګه روغتیا وزارت په تیره شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ۱۰ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
https://www.pashtovoa.com/a/new-corona-virus-case-in-afghanistan-/5865984.html