هند کې د افغانستان سفارت بي بي سي ته منلې ده چې دغه هېواد کې د کورونا وېروس د نوې څپې له پیله نږدې دېرش افغانان هم مړه شوي دي.
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی نن ( دوشنبه اپریل ۲۶مه) بي بي سي ته وویل پر کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه لري خو د لګول شویو بندیزونو له امله مړي هم افغانستان ته نه شي وړل کيدای. هغه له خلکو وغوښتل چې هند ته دې له تګه ډډه وکړي.
افغان سفیر وايي په سفارت او کونسلګریو کې یې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۴ ساعته ټیلیفون لاین فعال کړی او له کابله یې غوښتنه کړې چې هند ته په الوتنو کې کموالی راولي.
نن دوشنبه د افغانستان د روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح هم وویل د کورونا وېروس د نوي څپې مخنیوي لپاره د تدابیرو لړ کې له هندوستان سره د الوتنو ځنډولو او له پاکستان او ایران سره پر تګ راتګ پر محدودلو غور کوي.
د افغانستاند بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې هند ته له سفر کولو ډډه وکړي.
روغتونونو کې نور ځای نشته
د هند په پلازمېنه ډیلي او ګڼو نورو ښارونو کې په روغتونونو کې د ځای نشتوالي له امله خلک اړ شوي چې ناروغان خپلو کورونو کې وساتي او د درملنې لپاره یې نورې لارې چارې ولټوي.
د بدیلو لارو د موندلو په موخه خلک د درملو او نورو توکو تر لاسه کولو لپاره تور بازار ته مخه کړې. په ورته وخت کې د لومړنیو درملو او اکسیجن بیې له حده ډېرې لوړې شوې او اوس په بازارونو کې داسې درمل هم موندل کیږي چې په اړه یې ډېر شکونه شته.
د دې ترڅنګ نن په پنځمه پرله پسې ورځ بیا هم هند کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر د ریکارډ تر کچ رسیدلی دی. چارواکو ویلي له پرون راهیسې د کورونا ۳۵۲ زره او ۹۹۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او نږدې درې زره تنه مړه شوي دي.
https://www.bbc.com/pashto/world-56879823