کورونا وبا د خپرېدو له هماغو لومړيو ورځو وښوده چې پوله او ملت او سن و جنس و مذهب نه پېژني، ان پر سفر کولو او څو ځلي ازموینو او ټولبندیز سربېره هم بل کس ته لېږدي.

وروستیو کې له ډېلي هانګ کانګ ته په یوې الوتنه کې د پنځوسو مساپرو د کورونا ازموینه مثبته وه.

خو په هند کې د ناروغانو له لوړ شمېر سره چې یوه بله اندېښنه تړلې هغه دا ده چې په دغه هېواد کې د ناروغۍ نوی ډول او دانګل لیدل کېږي چې د بي ۱٫۶۱۷ په نامه یادېږي او ځینې یې دوه ګوني دانګل بولي.

ځکه چې په یوه ویروس هممهاله دوه وارې دانګل لیدل شوي. ځینو ازموینو ښودلې چې دغه نوې بڼه تر پخوانۍ په چټکۍ لېږدي او شونې ده چې انټي باډي ونه کړای شي په اسانۍ د وېروس د اغېز مخنیوی وکړي. په دې اړه لا هم ازموینې روانې دي.

د ولکم سنګر انسټټیوټ کې د جنومیک کوفْېد ۱۹ بنسټ مشر ډاکتر جف بارت بي بي سي ته وویل، سره له دې فکر نه کوي د کورونا ویروس دغه نوې بڼه دې تښتېدونکې وي او واکسین دې ونه کړای شي چې ویې دروي.

وېروس ولې ژر خپرېږي؟

خو کارپوهان وايي څومره چې په یوه هېواد کې د اخته کېدو شمېر لوړ وي همدغومره په کې د دې ویروس د دانګلو د نویو بڼو احتمال پکې ډېر وي.

لامل یې دا دی چې د دې ویروس له هر سرایت دا موقع ورکوي چې تکامل وکړي. او اندېښنه دا ده چې د دانګلو نوې بڼې یې واکسین بې اغېزې کړي.

نو د دې ویروس د کنټرول تر ټولو ښه لار په نړۍ کې د اخته کېدو د شمېر کنټرول دی.

قرنطین، د ټولنیز واټن مراعاتول او د لاسونو پرېمینځل په دغه کنټرول کې بنسټیزه ونډه لري او ښکاره ده چې واکسین اصلي رول لري.

خو په هند کې د واکسین بهیر پڅ و. د نفوس یوازې لس سلنې د واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړی او دوه سلنې دواړه ډوزه لګولي.

دا په داسې حال ده چې هند په نړۍ کې د واکسین تر ټولو ستر تولیدوونکی دی او دا یې بل دلیل دی چې په هند کې د اخته کېدو لوړ شمېر پر پاتې نړۍ ناوړه اغېز کوي.

په مارچ میاشت کې چې په هند کې د کورونا خپرېدل ډېر شول، د دغه هېواد چارواکو د استرا زینیکا واکسین صادرول ودرول.

په دې کې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن د کوواکس پروګرام هم راځي چې دغه واکسین کم عایده او متوسطو هېوادونو ته رسوي.

د واکسین ایتلاف نړیوال سازمان هم وايي چې په تمه دي هند به کله د دې واکسین د بیا صادرولو پرېکړه کوي. دا وضعیت په ډېرو هېوادونو کې ډېرو خلکو ته د واکسین پر رسېدو اغېز کوي.

خو هند د خپلو واکسینونو ډېره برخه خپلو خلکو ته ورکوي او پوهان وايي په دغه هېواد کې نازک حالت ته په کتو، دا هند ته لومړیتوب دی.

په نړیواله کچه هم د کورونا د کمېدو نښې نشته او دا وېروس هېوادونه یو پر بل پسې ویجاړوي او په دې مینځ کې د هند وضعیت د دې واقعیت روښانه بېلګه ده چې، تر هغه چې موږ هر یو له کورونا نه یو خوندي شوي، هېڅ یو هم خوندي نه یو.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-56924599