په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې له اتلس کلنۍ پورته عمر لرونکو وګړو ته د واکسینونو بېلابېل مرکزونه پرانېستل شول.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او د کرونا واکسین واخلي.
علیزي زیاته کړه: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ١٢ مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین تطبیقوي، استقلال، جمهوریت، صحت طفل، احمدشا بابا مېنې روغتون، د خیرخانې ١٠٢ بستره روغتون او دې ته ورته نور روغتونونه دي چې هېوادوال کولای شي د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې پورې ورشي او واکسین واخلي."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پیل کې روغتیایي کاروونکو، امنیتي ارګانونو، د رسنیو کار کوونکو، ښوونکو او کورنیو بې ځایه شوېو ته واکسین تطبیق کړ چې اوس واکسین عام شو او ټول له ١٨ کلنۍ پورته عمر لروونکي وګړي کولای شي چې واکسین واخلي.
خو د روغتیا نړېوال سازمان د پرېکړې پر اساس له اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکو ته د ځنیو روغتیایي ستونزو له امله واکسین نه تطبیقېږي.
وزارت ډاډ ورکوي چې د واکسینونو له کمښت سره مخ نه دي او کوم ٩٦٨ زره ډوزه واکسین چې هېواد ته انتقال شوي له هماغې ګټه اخېستل کېږي او د واکسین په ختمېدو سره وزارت هڅه کوي چې نور واکسین هم وارد کړي.
د عامې روغتیا وزارت په خبره له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۷۰ زره کسانو ځانونه واکسین کړي دي.
https://pa.azadiradio.com/a/31232995.html