د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه تشخیص شوې او له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی: "تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، لغمان،کونړ، کندهار، کابل، هرات، هلمند، نیمروز، میدان وردګ او لوګر کې ثبت شوې دي، موږ تر اوسه د کرونا درېیمه څپه کې نه‌یو، خو د درېیمې څپې له جدي ګواښ سره مخ یو، خو که د مثبت والي میزان ته وګورو دوه اوونۍ وړاندې د مثبت‌والي میزان د ٦ او ٧ ترمنځ و چې اوس د مثبتو پېښو شمېر ١٠ تر ١٢ ترمنځ دی."

نوموړي وویل چې د پېښو د زیاتوالي لامل دا دی چې په یادو ولایتونو دېره استوګن ایران او پاکستان ته ډېر تګ راتګ کوي.

خو دغه وزارت وایي، تر اوسه‌یې د عمومي قرنطین لپاره د حکومت رهبرۍ ته کوم پلان نه‌دی وړاندې کړی او که چېرې پېښې زیاتې شي د جدي قرنطین غوښتنه به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په اړه په مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د اکسیجن د کمښت ستونزه باید هواره شي.

ښاغلي غني دغه‌شان عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید د خصوصي سکټور همکاري خپله شي او د اکسیجن د کمښت د ستونزې د مدیریت په موخه دې پر یوه پلان هم کار وشي.

 

https://pa.azadiradio.com/a/31234116.html