د روغتیا نړیوال سازمان د چین په دولتي کمپنۍ ساینوفارم کې د کورونا د تولید شوي واکسین بېړني کارېدل تایید کړل. دا لومړی ځل دی چې دغه سازمان له لویدیزه بهر د کورونا یو تولید شوی واکسین تاییدوي.
دا چیني واکسین لا وړاندې په کور دننه او بهر میلیونونو کسانو ته لګول شوي او په ځانګړي ډول د افریقا، سویلي امریکا او اسیا په بې وزله هېوادونو کې یې ځايي روغتیايي ادارو وار له مخه بېړنۍ کارېدنه تایید کړې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې یوازې اسټرازېنېکا، فایزر، جانسن اینډ جانسن او موډېرنا واکسین تایید کړی وو.
له دې کبله چې چین کې د تولید شویو واکسینو په اړه ډېر کم مالومات په نړیواله کچه شریک شوي وو، د دغو واکسینو اغېزمنیتا هم تر ډېره مالومه نه وه
د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې پر ورځ وویل چې د ساینوفارم واکسین 'خوندیتوب، اغېزمنتیا او کیفیت' تاییدوي.
دغه سازمان سپارښتنه کړې چې دغه چیني واکسین له ۱۸ کلونو د پورته عمر کسانو ته په دوو ډوزونو کې ولګول شي.
ټاکل شوې د روغتیا نړیوال سازمان په راتلونکو څو ورځو کې چین د یوه بل شرکت سینوواک او دغه راز روسیه کې د سپوټنیک وي په نوم د تولید شويو واکسینو په اړه هم پریکړه وکړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان تایید د نړۍ ټولو هېوادونو کې د درملو او روغتیايي برخې ادارو ته د یوه واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا شین څراغ بلل کېږي.
د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرېسیوس وايي د دوی لخوا د یوه واکسین تایید "هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې په کور دننه د واکسین د تایید چاره چټکه کړي."
د روغتیا نړیوال سازمان تایید دا اجازه هم ورکوي چې یو واکسین رسمآ د کوواکس پروګرام برخه وګرځي.
دغه پروګرام تېر کال د کورونا واکسین د عادلانه ویش او د نړۍ بې وزله او مخ پر ودې هېوادونو ته د ۲ میلیارډ ډوزه کورونا واکسین د ورکړې لپاره جوړ شوی دی.
تمه ده د دغه چیني واکسین تایید به د کوواکس پروګرام له چټکتیا سره د پام وړ مرسته وکړي.
کوواکس د واکسین د کم تولید او ډېرې تقاضا له کبله تر دې دمه یوازې ۵۰ میلیونه ډوزه واکسین ویشلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید وړاندې د نړۍ مختلفو هېوادونو کې د ساینوفورم کمپنۍ نږدې ۶۵ میلیون ډزوه واکسین تطبیق شوي دي.
دغه واکسین له چین بهر د متحدو عرب اماراتو، پاکستان او هنګړي په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې کارول کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مشورتي ډلې چې د ساینوفوام واکسین تولیدي چارې او د وروستي کلینیکي ازمیښت پایلې یې څېړلي ویلي، دا واکسین د کورونا مخنیوي کې شاوخوا ۷۹ سلنه ګټور دي.
چین کې د سینوواک په نوم بل جوړ شویو واکسین هم په کور دننه او بهر میلیونونو کسانو ته لګول شوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه نه دي تایید کړي.
دغه سازمان ویلي چې د سینوواک واکسین په اړه نورو اړینو مالوماتو ته انتظار باسي.
د چین د ساینوفارم واکسین یوه ګټه دا ده چې د اسټرازېنېکا په څېر د سانتيګراد د ۲ او ۸ درجو ترمنځ په عادي یخچالونو کې هم ساتل کېدای شي.
د چین دواړه واکسین، د کورونا له نورو واکسینو په ځانګړي ډول له فایزر او موډېرنا سره جوت توپیر لري.
دا دواړه په کلاسیکه بڼه تولید شوي او غیرفعال واکسین بلل کېږي.
غیر فعال واکسین په دې معنا دي چې د وېروس وژل شوې بڼه د انسان بدن ته پیچکاري کوي او دفاعي سیستم ته دا ورښيي چې په ناروغۍ د اخته کېدو له خطر پرته د هغه پر وړاندې عمل وکړي.
خو موډېرنا او فایزر/بایواینټېک واکسین بیا 'ار اېن اې' بڼه لري. دا په دې معنا ده چې د انسان بدن ته د وېروس جنیتیکي کود پیچکاري کېږي او دفاعي سیستم ته ورښودل کېږي چې څنګه د هغه پر وړاندې عمل وکړي.
https://www.bbc.com/pashto/world-57035848
.