د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي تر اوسه څه دپاسه نیم میلیون افغانانو لږ تر لږه د کرونا ویروس ضد یو ډوز واکسین کړی دی.

د افغانستان حکومت د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ د ۱۸ کالو پورته عمر لرونکو لپاره د کرونا وبا ضد واکسین بهیر پیل کړ او روغتیایي کارکوونکو، ډیر عمر لرونکو او د هیواد د وسله والو ځواکونو منسوبینو ته لومړیتوب ورکړل شوی و.

اوس په کابل ښار کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق ۱۲ مرکزونه فعال دي چې هر مرکز په ورځ کې د ۱۰۰ کسانو د واکسین کولو ظرفیت لري.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزی وایي د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق د بهیر سره هم مهاله لاهم کرونا وبا په افغانستان کې په زیاتېدو ده او هره ورځ زیاتې پیښې ثبتیږي.

ښاغلي علیزي وویل: "د کووید۱۹واکسیناسیون پروګرام د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۷ ولسوالیو کې روان دی او تر اوسه څه دپاسه ۵۰۰ زره کسان واکسین شوي دي. خو بدبختانه چې د کووید۱۹ مثبتو پیښو شمیر پدې وروستیو کې زیات شوی دی."

هغه خبرداری ورکړ چې که خلک د حفظ الصحې تدبیرونه د هغې جملې څخه لاس مینځل، د ماسک تړل او ټولنیز واټن مراعت نکړي دغه ویروس به لا پراخ او د اخته کسانو شمیر به زیات شي.

 

https://www.pashtovoa.com/a/afghanistan-covid-19/5886413.html