د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د دوی له لارښونو سره- سره بیا هم خلکو د کوچني اختر په ورځو کې د لیدنو او يو بل کره د تګ راتګ پر مهال د کرونا وبا د مخنیوي په هدف روغتیایي لارښوونې سمې په پام کې نه دي نيولي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ميرويس عليزي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وويل، وضعيت ته په پام ښايي تر اختر وروسته په دې ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي.

عليزي زیاته کړه: "زه له خلکو هیله کوم چې د روغتیا وزارت پیغامونه په پام کې ونیسي، اوس د اختر په ورځو کې کم خلک د کرونا ویروس ټېسټ لپاره راځي، خو له اختر وروسته ورځو کې به د خلکو یو لوی شمېر د کرونا ویروس د ازموینې لپاره روغتیایي مراکزو ته لاړ شي."

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي او ۶۵ تنه نور په دې ویروس اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د شيدايي په نوم د کووېډ- ۱۹ روغتون مسوولین وایي، په تېرو دوو ورځو کې په دې روغتون کې په کرونا ويروس د اخته بستر ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

د دغه روغتون یو تن ډاکټر مسعوذ میرزایي وایي: "زموږ د ناروغانو شمېر زیات شوی، د اختر په اوله ورځ مو ۲۵ بستر ناروغان درلودل اما په تېرو دوو ورځو کې دا شمېر ۴۳ کسانو ته ورسېده او دا هغه ناروغان دي چې وضعیت یې ډېر خراب دی، له اختر وروسته ورځو کې د دې ناروغانو د زیاتیدو ډېر امکان شته."

د افغانستان یو شمېر اوسیدونکي چې له کوم توپیر پرته د اختر په ورځو کې د خپلوانو او ملګرو په لیدو او ملاقاتونو بوخت دي وایي، حکومت دې د هغو هېوادونو په وګړو او هلته د مېشتو افغانانو په تګ راتګ بندیز ولګوي، چېرې چې د کرونا ویروس د خپریدو په حال کې دی.

د کابل یو تن اوسیدونکی ذبیح الله وایي: "زموږ سرحدونو ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي او ډېری هغه افغانان چې له ایران او پاکستان څخه راځي، اصلاً د هغوی طبي ازمېښت نه کېږي او دوی د کرونا ویروس ولایتونو ته انتقالوي."

خو د کابل یو بل اوسیدونکی خاموش بیا په دې نظر نه دی.

دی خلک په بې پروایۍ تورنوي او وایي، په خپله د اختر مبارکیو لپاره د هېچا لیدو ته نه دی تللی: "ما خپله د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې عملي کړي او له نورو افغانانو هم غواړم چې د کرونا ویروس د خپریدو څخه د مخنیوي په موخه دا لارښوونې تعقیب او عملي کړي."

 

https://pa.azadiradio.com/a/31256602.html