هند کې د کورونا وبا کړکېچ د دې لامل شوی چې د کورونا واکسین د برابر او عادلانه ویش 'کوواکس' پروګرام له خپل پلان ۱۴۰ میلیون ډوزه شا ته پاتې شي.

د هند سیروم انسټیټیوټ چې کوواکس پروګرام لپاره د واکسین تر ټولو ستر تامینوونکی و، له دغه هېواده د کورونا واکسین پر صادراتو د بندیز له کبله نه دی توانیدلی چې کوواکس سره خپله ژمنه عملي کړي.

د هند حکومت له تېرې مارچ میاشت راهیسې له دغه هېواد د کورونا واکسین پر وتلو بندیز لګولی دی.

هند کې د کورونا وبا دوېیمه مرګونې څپه د دې لامل شوه چې نوی ډیلی دا پریکړه وکړي.

کوواکس پروګرام لپاره د کورونا واکسین د پېرلو او ویشلو چاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف پر مخ وړي.

یونیسف اوس د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو "جي اووه" او له اروپايي ټولنې غوښتي چې کوواکس ته د خپلې ونډې واکسین ورکړي.

ټاکلې د جي اووه هېوادونو مشران راتلونکې میاشت بریتانیا کې سره وګوري.

یونیسف وايي د دوی څېړنې ښيي چې جې اووه او اروپايي هېوادونه د خپلو ټولو وګړو له واکسینو سره سره کولی شي چې د نړۍ نورو بې وزله هېوادونو ته ۱۵۳ میلیون ډوزه واکسین ورکړي.

'ستره اندېښنه'

ټاکلې وه چې د هند سیروم انیسټیټیوټ روان کال د کوواکس له دوه میلیارد ډوزه واکسین څخه نیم تامین کړي، خو په مارچ، اپریل او می میاشت کې یې دغه پروګرام ته د واکسین یوه ټولګه هم نه ده ورکړې.

اندېښنه دا ده چې د جون میاشتې تر پایه به د کوواکس د واکسین کمښت ۱۹۰ میلیون ډوزو ته ورسېږي.

یونیسف کې د کوواکس د تامین همغږه کوونکی جیان ګاندي وايي: "په خواشینۍ سره دمګړۍ موږ داسې وضعیت کې یو چې نه پوهېږو نور ډوزونه به کله ترلاسه کړو. هیله من یو چې هر څه ژر سم شي، خو هند کې وضعیت ناڅرګند دی... دا مو ستره اندېښنه ده."

یونیسف اوس د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، جاپان، ایټالیا، کاناډا او دغه راز پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې خپل اضافي واکسین کوواکس پروګرام ته ورکړي.

له دوی ځینو هېوادونو د خپلو وګړو له شمېر څو برابره ډېر واکسین پېرلي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن فبرورۍ کې ژمنه وکړه چې خپل اضافه واکسین بې وزله هېوادونو ته ورکوي.

خو د دې ژمنې د عملي کېدو وخت نه دی مشخص شوی. متحدو ایالتونو هم همداسې ناڅرګنده ژمنه کړې ده.

له جي اووه هېوادونو تر دې دمه یوازې فرانسې هند کې د کورونا وبا کړکېچ ته په کتو کوواکس پروګرام ته کورونا واکسین ورکړي دي.

"تر اړتیا د ډېر واکسین پېرل"

یونیسف وايي جي اووه ځواکمن او شتمن هېوادونه کولی شي په جون، جولای او اګست میاشتو کې د خپل ټول واکسین د ۲۰ سلنې په بسپنې سره کوواکس پروګرام ته د ۱۵۳ میلیون ډوزه واکسین په تامینېدو کې مرسته وکړي.

فرانسې ویلي چې د جون تر نیمايي به دغه پروګرام ته ۵۰۰ زره ډوزه واکسین برابر کړي او بلجیم هم د ۱۰۰ زره ډوزه واکسین ژمنه کړې ده.

اسپانیا، سویډن او متحدو عرب اماراتو هم کوواکس سره د واکسین د مرستو ژمنه کړې.

خو له دې سره دا اندېښنه هم شته چې د نړۍ ځینې نورو هېوادونه هم ښايي د کورونا اړخه د هند له برخلیک سره مخامخ شي.

د یونیسف اجرائیوي مدیره هنریتا فور وايي: "د نیپال، سریلانکا، مالدیف او همدا راز د ارجنټاین او برازیل په څېر هېوادونو کې په کورونا د اخته کسانو شمېر مخ په لوړیدو او د دغو هېوادونو په روغتیايي سیستمونو فشار په ډېرېدو دی."

 

https://www.bbc.com/pashto/world-57140099