د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر دومره کم شوی چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
روغتیايي متخصصانو پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) وویل، تېره اوونۍ د بستر شوېو او مړینو شمېر هم په کمېدو وو.
امریکا کې په تېرو اوو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو شمېر هم په اوسط ډول د ورځې ۳۰،۰۰۰ ته راکم شوی چې دا د ۲۰۲۰میلادي کال د جون میاشتې له ۱۸مې راهیسې تر ټولو ټیټ شمېر دی.
روغتیايي متخصصانو بیا هم خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د ماتولو لپاره لا هم په کافي اندازه امریکايي وګړو واکسین نه دی کړی چې دا کار په بالقوه ډول د ویروس د بدلې شوې بڼې د خپرېدو او د بحران د غځېدو سبب کېدای شي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکزونو مشرې راشل والینسکي (Rochelle Walensky) پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) په یوه کنفرانس کې وویل، د هرې اوونۍ په تېرېدو سره موږ یو پرمختګ وینو چې دا یوه هیله راکوي.
هغې زیاته کړه: "څومره چې نور خلک واکسین کېږي، ورسره د مثبتو پېښو شمېر کمېږي او خلک خوندي کېږي."
د ناروغیو د کنټرول او وقایې اداره وايي، د امریکا په متحدو ایالاتونو کې تر ۱۸ کلنۍ د لوړ عمر لرونکو کسانو له ډلې ۶۰ فیصدو یې لږ تر لږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.
د دې ادارې په وینا، په امریکا کې نږدې ۵۰ فیصده وګړي، په بشپړ ډول واکسین شوي دي.
خو روغتیايي چارواکو اندېښنه ښوولې چې د امریکا په زیاتو برخو کې د واکسین لپاره تقاضا راکمه شوې، ځکه ګڼ کسان نه غواړي چې واکسین ولګوي.
https://pa.azadiradio.com/a/31269120.html