په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي چین له دې هېواد سره د کرونا ضد ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې چین د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په برخه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

ښاغلي وانګ یو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "چین به افغانستان ته ۷۰۰ زره دوزه د کرونا ضد واکسین ورکړي، موږ پر ستونزو د بریا لپاره له افغانستان سره یو." 

په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي ټاکل شوې چې د چین دا مرسته شوی واکسین یوه اوونۍ وروسته افغانستان ته ورسېږي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۳» ازادي راډيو ته وویل: "چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زره دوزه واکسين د مرستې ژمنه کړې ده، دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته ورکړل شي، دا د سینوفارم کمپنۍ تولید شوي واکسین دي چې افغانستان ته له رسېدو سره سم به‌يې هېوادوالو ته د تطبیق چارې پیل شي."

ښاغلی علیزی وايي چې تر دې دمه د هندوستان د ۵۰۰ زره دوزه مرسته شوي واکسین په ګډون افغانستان ته د کرونا ضد یو ملیون دوزه واکسین وارد شوی چې ۵۷۰ زره‌يې تطبیق شوی او کم شمېر يې پاتې دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه چین، هند، د روغتیا نړیوال سازمان او د اسیا پراختیايي بانک له دې هېواد سره د کرونا ضد واکسین مرسته کړې او یا يې هم د مرستې ژمنه کړې ده.

چین په داسې حال کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنه کړې چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتېږي.

 

https://pa.azadiradio.com/a/31270645.html