د امریکا روغتیا وزیر له روغتیا نړیوال سازمان وغوتښل چې د کورونا وېروس د سرچینې د پلټنو راتلونکي پړاو کې د روڼتیا ډاډ ور کړي.
خاویر باسیرا د روغتیا سازمان د وزیرانو په کچه غونډه کې وویل، نړیوال کارپوهان باید د کورونا وېروس د سرچینې ارزولو اجازه ولري.
د امریکايي رسنیو رپوټونه داسې ښيي چې کورونا وېروس ښايي چین کې له یوه لابراتوار خپور شوی وي.
دا وېروس اول ځل د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د چین د هوبي ولایت مرکزي ښار ووهان ولایت کې پیدا شو.
له هغه راهیسې تراوسه نړۍ کې له ۱۶۷ میلیونو کسان پرې اخته او تر ۳.۴ میلیونه هم ترې مړه شوي دي.
سږني مارچ کې روغتیا نړیوال سازمان له چینايي څېړونکو سره د دې وېروس د سرچینې په هکله د ګډو پلټنو رپوټ خپور کړ.
په هغه رپوټ کې د ووهان له وېروسپوهنې لابراتوار د دې وېروس خپرېدل "ډېر لرې" بلل شوي دي.
خو روغتیا نړیوال سازمان لا ډېره پلټنه ضروري بللې ده.
خو په دې تړاو لا هم پوښتنې شته او د امریکا استخباراتي ادارو پورې تړلي رپوټونه ښيي چې د ووهان وېروسپوهنې ادارې درې غړي د ۲۰۱۹ کال نومبر کې په یوه روغتون کې بستر شول او تر دې پېښې څو اونۍ مخکې چین ووهان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت کړه.
بېجینګ دا ډول رپوټونه رد کړي او بیا بیا یې ویلي چې وېروس ښايي د امریکا له یوه لابراتوار ورغلی وي.
د امریکا روغتیا وزیر خاوېر باسیرا د سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ناسته کې چین یاد نه کړ، خو د وېروس په هکله راتلونکو پلټنو کې یې د لا ډېر جدیت غوښتنه وکړه.
نوموړي د دې سازمان غونډه کې وویل: "کووېډ-۱۹ نه دا چې یو کال زموږ ژوند واخیست، بلکې میلیونونه انسانان یې مړه کړل. "
د هغه په خبره، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د سرچینې په هکله د پلټنې دویم پړاو باید رڼو شرایطو او د پوهې له مخې تر سره شي چې نړیوال کارپوهان پکې د دې وېروس د سرچینې او د لومړي خپرېدو د حالت ارزولو لپاره پوره خپلواکي ولري.
سپنې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ له روغتیا نړیوال سازمان هیله وکړه چې د کورونا وېروس "د سرچینې ځانګړې ارزونه له لاسوهنې او سیاسي کولو پرته وشي. "
د امریکا د وېروسي ناروغیو او الرجۍ ادارې مشر او طبي برخه کې د امریکا د ولسمشر لوی سلاکار انتوني فاوچي باوري دی چې دا وېروس له حیوان انسان ته رسېدلی.
خو روانه میاشت یې دا هم ویلي و، نور باوري نه دی چې کووېډ-۱۹ په طبیعي ډول تولید شوی وي.
تېر کال چې ډونلد ټرمپ د امریکا ولسمشر و د ووهان له لابراتوار یې د دې وېروس خپرېدلو ادعا کوله، خو دې خبرې ته یې تر ډېره د دسیسې نظریې په سترګه کتل کېدل او ډېرو امریکايي رسنیو هم دا نظریه ناسمه بلله.
ښاغلي ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته یوه بیان کې لیکلي: "له اوله زه پوهېدم، خو سختې نیوکې را باندې کېدې، خو اوس وايي هغه(ټرمپ) سمه خبره کوله. "
https://www.bbc.com/pashto/57250718