په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نه‌کوي.

تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

‎د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبره‌یې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي.

ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت واضح پیغام دا دی چې کرونا لا جدي ده او په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي، له بده مرغه دغه هېواد د درېیمې څپې شاهد دی، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه پرون ۲۲ سلنې ته ورسېده، زموږ تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې ثبت شوې پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر او کابل ولایتونو کې دي."

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې‌، پرون سې شنبه ۱۹ تنه د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

‎د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه وزارت جامع پلانونه جوړ کړي دي.

‎نوموړي د واکسین د تطبیقولو او د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې خبره وکړه ویې‌ویل، تر دې دمه ۶۰۰ زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی.

‎دا په داسې حال کې ده چې تازه چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو دوز واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.

‎له دې وړاندې هند او د واکسین نړیوالې ټولنې هم له افغانستان سره د واکسن مرسته کړې ده.

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي و چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.

 

https://pa.azadiradio.com/a/31274782.html