د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا وبا دریمه څپه په ډېرېدو ده چې ورسره په د خطر زنګ کړنګېدو ته نژدې شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له کورونا وبا سره د مبارزې د پلان او د موجوده وضعیت د کنټرول پربنسټ د روانې جوزا/غبرګولي میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اونیو په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګو، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز کورسونه رخصت شول.
په ځینو ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د رخصتېدو تر اعلان څو ساعته وروسته، د شنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وحید مجروح وویل، اوس د افغانستان روغتیايي سیستم کې په ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس تر ۲۸ زره ازموینو وړتیا لري.
ښاغلي مجروح په کابل کې د پوهنې له سرپرستې وزیرې او د لوړو زدکړو له وزیر سره ګډه غونډه کې وویل، هیله یې دا ده چې د راتلونکې جون میاشتې تر نیمايي به په ټولو ولایتونو کې د کورونا د ازموینې اسانتیاوې برابرې شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست دې خبري ناسته کې وویل چې د کورونا د ناروغانو د بسترونو برخه کې ستونزه نه لري.
هغه کابل کې د افغان جاپان، قصبې، جناح، سرې میاشتې او احمد شاه بابا مېنه کې د نوي اندونیزیايي روغتون یادونه وکړه چې ټول لسګونه بستره ظرفیت لري او اړتیا ته په کتو سلګونه نور هم رامنځ ته کولی شي.
ننګرهار کې دریمه څپه تر نورو مخکې پیل شوه اوس پکې تېره شوې او پېښې مخ په کمېدو دي، خو په کندهار، لوګر، لغمان، هلمند او څو نورو ولایتونو کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
هغه وايي دغو ولایتونو ته مسلکي ټیمونه تللي او نړیوال بانک ته ویل شوي چې اړتیا پر مهال دغو ولایتونو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ فیصده د بسترونو جوړ شي.
د عامې ورغتیا وزارت مادي منابع کنټرول نه لري او نړیوالو مرستندویه افغانستان کې د اکسیجن د برابرولو عمده مسئولیت یونیسف او یو اندازه د اغا خان بنسټ ته سپارلی و.
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرستې وزیر رنګینه حمیدي وویل، "هیله ده چې تر دوو اونیو پورې به وضعیت یوڅه ښه شي، خو دوه اونۍ وروسته به هم د روغتیا وزارت پرېکړه زموږ پرېکړه وي".
دې وویل، په ځینو ولایتونو کې چې ښوونځي لاهم پرانیستي دي، باید ماسک او د کورونا د وقایې لارښوونې جدي وګڼي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57291159