په افغانسنان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پراخېدو او له دې ناروغۍ د مړو شوېو کسانو د شمېر په ډیرېدو سره حکومت اړ شوی چې لا نور بندیزونه ولګوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ټول ملکي دولتي کار کوونکي چې تر ۵۵ زیات عمر او یا د شکر، زړه او تنفسي دوامداره ناروغۍ لري او دغه شان څلور میاشتني امیدواره مېرمنې باید له کورونو کار وکړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بندیزونه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له نورو ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
ښاغلي علیزي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت دغه محدودیتونه د کرونا پېښو د زیاتیدو له امله په پام کې نیولي دي، یو شمېر هغه کار کوونکي چې دوامداره ناروغۍ لري او د معافیتي سیسټم د کمزورۍ لامل یې کېږي د دوو اونیو لپاره به له کورونو کار کوي."
خو پوښتنې دا دي چې:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په کمېسیون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کارکوونکي انټرنیټ ته لاسرسۍ لري او کولای شي، په انلاین ډول خپل کارونه مخ ته یوسي.
په همدې حال کې په جرمني کې مېشت افغان ډاکټر اسد ژرفبین چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې په برخه کې کار کوي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول اقدامات کولای شي، د کرونا ویروس د پراختیا مخینوي کې ګټور ثابت شي.
دی وايي: "هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نیول کېږي، باید په مثبت نظر ورته وکتل شي، زه د یو ډاکټرپه صفت له دې اقدامه هرکلی کوم."
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښوونځي، پوهنتونونه او روزنیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره تړل شوي دي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي، سر له نننه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د ودونو تالارونه تر هغه تړلي وي چې د کرونا پېښې کمې شوي نه وي.
https://pa.azadiradio.com/a/31293009.html