د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د کورونا ضد واکسين د ختمېدو له امله د لومړي او دويم ډوز واکسین تطبيقولو بهیر یې تر راتلونکې خبرتيا درولی دی.
ياد وزارت زياتوي، د لومړي او دويم ډوز واکسین ترمنځ واټن له ۴ تر ۱۶ اونيو دی او د لومړي او د دې واټن ډېرېدل د وېروس پر ضد معافيت نه کمزوی کوي.
د عامې روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کړې چې اوس په افغانستان د کورونا وېروس درېیمه څپه روانه ده.
د دغه وزارت ویاند میرویس علی زی وايي، له چین څخه يې د ۷۰۰ زره ډوزه کور
د یاد وزارت د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۱۶۰۰ تازه پېښې ثبت شوي او د دغې ناروغۍ له امله ۵۶ کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په دې موده کې د کورونا ۴۶۷۱ مشکوکې پېښې معاینه کړې او وايي، ۳۷۶ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي.
تر دې دمه افغانستان کې په کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر ۸۲ زره ۳۲۶ ته او له کووېډ-۱۹ د مړو شویو شمېر ۳ زره ۲۵۱ ته رسېدلی دی.
افغانستان سره د کورونا ضد واکسین لومړۍ مرسته په تېره فبرورۍ میاشت کې د هند لخوا شوې وه.
په هغه لومړۍ جوپه کې د دوه نیم لکو وګړو لپاره ۵۰۰ زره ډوزه واکسین شامل و.
د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح هغه مهال ویلي وو، د کورونا واکسین د عادلانه وېش لپاره یې خپل پلان چمتو کړی او له ګمرکه تر راوتلو وروسته به یې ټولو ولایتونو ته واستوي.
په هماغه فبرورۍ میاشت کې کابل کې د چین سفارت هم اعلان کړی و چې هېواد به یې افغانستان ته د کورونا ضد واکسین ۴ لکه ډوزه ورکوي.
په چین کې دافغانستان سفیر جاوید قایم اوس تازه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له چینه د ۷ لکه ډوزه کورونا ضد واکسین افغانستان ته د لېږلو اداري کارونه بشپړ شوي.
نوموړی وایي، د واکسین دا جوپه به د روانې جون میاشتې تر لسمې نېټې افغانستان ته ورسېږي.
همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان هم ژمنه کړې ده چې د واکسین د وېش نړیوال پروګرام (کوواکس) له مخې به افغانستان ته ۱۶ میلیونه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی د کابل په هوايي ډګر کې د پنځه میلیونه ډوزه او په ټول هېواد کې بیا د ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتلو وړتیا لري.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57387728
ونا ضد واکسین اداري کارونه بشپړه شوي او په وینا یې په روانه اوونۍ کې به افغانستان ته ورسېږي.