افغان چارواکو د کورونا مخنیوي لړ کې د نویو محدودیتونو له لګولو سره هممهاله په دغه وېروس د اخته کسانو تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې او د روانې غبرګولي میاشتې له ۲۲ نېټې وروسته د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د پخوانیو محدودیتونو سربېره د لامبو ځایونو او ورزشي ځایونو محدودیتونه د دوو نورو اونیو لپاره وغځول شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په نویو محدودیتونو کې د تعلیمي مرکزونو ترڅنګ عامه حمامونه، ورزشي کلبونه او ځینې نور هم ور زیات شوي دي.

په افغانستان کې د کورونا وبا د دریمې څپې له پیله تر دې دمه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اخته کسانو تر ټولو لوړې شمېرې ثبت کړې دي.

د روغتیا وزارت رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې په یاده موده کې نژدې پنځه زره کسان ټیسټ شوي چې له ډلې یې ۱۷۲۴ کسان په دغه وېروس اخته، ۵۴ ترې مړه شوي او ۵۷۱ نور بیا ترې رغېدلي دي.

د نویو محدودیتونو په تړاو د روغتیا وزارت ویاند میروس عليزي بي بي سي ته وویل:

"په وروستیو محدودیتونو کې د لامبو ټول ځایونه، سوناګانې، حمامونه او ورزشي کلبونه د دوو اونیو لپاره (د غبرګولي له ۲۲ نېټې وروسته) بند شول، د پخوانیو محدودیتونو سربېره، تعلیمي او تحصیلي بنسټونه چې ښوونځي هم پکې راځي، دوې اونۍ نور رخصت شول."

ښاغلي علیزي وویل، هغه ماموران چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو لوړ او یا میندوارې مېرمنې باید له کورونو دفتري کارونه وکړي او هغه هوټلونه چې پخپلو سالونونو کې خلکو ته ډودۍ ورکوي، باید په یوه خوړنځي کې یې د مراجعینو شمېر تر لسو کسانو ډېر نه وي.

بله خوا، د هرات امبولانس مسؤلان وايي په هغه ولایت کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو له امله د بسترونو له کمښت سره مخ دي.

د هرات عمومي امبولانس د ادارې مشر ډاکټر محمد ابراهیم محمدي وايي:

"دا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم د شیدایي روغتون د بسترو ناروغانو لپاره نور ځای نه لري، خو د عامې روغتیا وزارت ټیمونه د یوه نوي روغتون د پرانیستې په هڅه کې دي، په خواشینۍ سره چې د کورونا دریمه څپه مخ په لوړېدو ده او موږ په ورځنې ډول شل تر پنځه ویشت کسانو داسې ناروغان روغتون ته لېږدوو چې روغتیايي حالت یې ښه نه وي او هغه چې د نورو پرتله یې وضعیت ښه وي په کور کې د پاتېدو سپارښتنه ورته کوو."

خو د هرات د عامې روغتیا ریاست مسؤلانو بیا بي بي سي ته ویلي چې تر اوسه له کومې جدي ستونزه سره نه دي مخ شوي او کارونه یې په ښه ډول پر مخ روان دي.

په افغانستان کې پر کورونا وبا له پیله تر دې دمه د اخته کسانو رسمي شمېر ۸۴۰۵۰ کسانو ته ورسېد او کابو ۳۳۰۳ نور کسان یې هم وژلي دي.

تېره ورځ دغه وزارت اعلان کړی و په دغه هېواد کې د کورونا ضد واکسين د ختمېدو له امله د لومړي او دويم ډوز واکسین تطبيقولو بهیر یې تر راتلونکې خبرتيا درولی او د لومړي او دويم ډوز واکسین ترمنځ واټن له ۴ تر ۱۶ اونيو دی او د لومړي او د دې واټن ډېرېدل د وېروس پر ضد معافيت نه کمزوی کوي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57402004