د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي څېړنې یې ښيي چې په افغانستان کې به د کورونا وبا دریمه څپه تر راتلوونکې یوې اونۍ اوج ته ورسېږي.
د عامې روغتیا وزارت دغه راز خبرداری ورکوي چې که د خلکو له خوا بې احتیاطۍ دوام وکړي نو کېدای شي چې د کورونا وبا د دریمې څپې اوج ډېر وخت ونیسي.
د چارواکو وینا ده چې له ازبکستان نه به د اکسیجن ۱۰۰۰ ډبې بلخ ولایت ته ورسېږي او دغه راز په پام کې ده چې ایران هم هره اونۍ د افغانستان له سویل لویدیځو ولایتونو سره د ۴۰۰۰ اکسیجن ډبو مرسته وکړي.
د افغانستان روغتیا وزارت چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس نژدې ۳۰۰۰ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۱۰۲۴ مثبتې راختلي او په همدې موده کې ۳۷ کسان د کوېډ ۱۹ له امله مړه شوي دي.
چارواکي دا مني چې دغه شمېر په روغتونو کې ثبت شوی او کېدای شي په یاده موده په کوويډ - ۱۹ داسې کسان اخته یا له امله یې مړه شوي وي چې له دوی سره نه وي ثبت.
بلخوا په وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو کې یو ځل بیا د کورونا او یا ور پېښې ناروغۍ تر سرسلیک لاندې د مړینو خبرونه ډېر شوي، چې یو شمېر پخواني چارواکي هم په کې شامل دي.
د بېلګې په ډول په خواله رسنیو کې د ولسي جرګې د پخواني غړي او د لغمان، لوګر او تخار د پخواني والي فضل الله مجددي، د سمنګان پخواني والي عبدالطیف ابراهیمي، د مجاهدینو واکمنۍ پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر او د ملي روغي جوړې شورا د اوسني سلاکار مولوی بیګ نظر بلخي او د کانګور ازموینو لپاره د چمتوالي کورسونه استاد نظر زلمي نومونه یادېږي، چې د خواله رسنیو د رپوټونو په استناد د کويډ - ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي خو لا هم د یادو کسانو خپلوانو د دوی د مړینې لاملونه نه دی روښانه کړي.
د روغتیا وزارت هم مني چې د اکسیجن له کمښت سره مخامخ دی خو ټینګار کوي چې تر اوسه یې وضعیت کنترول کړی او د ښاغلي علیزي په وینا ازبکستان او ایران له افغانستان سره د اکسیجن د ډبو د مرستې ژمنې کړې دي.
ښاغلی علیزی زیاتوي چې اوس د کابل په قصبې کې د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوی روغتون او افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د تولید ماشینونه فعال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د چین خوا مرسته شوي ۷۰۰ زره د کورونا ضد واکسینونه کابل ته ورسېدل.
چارواکي وايي ولایتونو ته د واکسینونو د وېش لړۍ پېل شوې او ژر به یې خلکو ته د تطبیق بهیر هم پیل شي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57440063