په داسې حال کې چې په افغانستان کې په کوويډ - ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د کورونا ناروغانو لپاره دې د اکسېجن د کمښت ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.
نوموړي سازمان دغه راز غوښتنه کړې چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ خلکو ته د کورونا واکسین او ناروغانو د درملنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د کورونا دریمې څپې افغانستان ځپلی او که نړیواله ټولنه له دې هېواد سره مرسته ونه کړي، نو امکان لري چې وضعیت د افغان حکومت له کنتروله ووځي.
له دې سره په افغانستان کې د کوویډ - ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو شمېر۳۵۲۷ ته او پرې د اخته کسانو شمېر ۸۹۸۶۱ تنو ته لوړی شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د کورونا ضد واکسین کولو بهیر په داسې حال کې ځنډیدلی چې دغلته د هرې ورځې په تېرېدو د کورونا مثبت پېښې ډېرېږي.
نوموړي سازمان نیپال او هند ته په اشارې ویلي ښه ده چې د دغو دوو هېوادونو له تېروتنو زده کړه وشي او مخکې له دې چې ډېر ځنډ وشي، ناوړه حالت ته تیارۍ ونیسو.
بله خوا افغان چارواکو ویلي چې په پام کې ده چې ایران هره اونۍ د افغانستان له سویل لویدیځو ولایتونو سره د ۴۰۰۰ اکسېجن ډبو مرسته وکړي.
د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نن د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه د لګول شویو بندیزونو لومړۍ ورځ وه خو کابل کې د بي بي سي خبریال ندیم اشرف وايي، له بندیزونو نه د وړاندې وخت سره یې چندانې توپېر نه وو، ځکه چې په کابل کې عمومي حمامونه او حوضونه پرانستي وو او خلک ورتلل.
دغه راز په ښار ته د خلکو تګ راتګ او به سر پټو ځایونو کې د ګڼه ګوڼه هم به عادي حالت کې وه خو د هغو کسانو شمېر ډېر و چې ماسکونه یې تړلي وو.
په نویو محدودیتونو کې د دوو اونیو لپاره د ټولو ښوونیزو مرکزونو تړل، له اړتیا پرته له کوره نه وتل، د ماسک تړل، په دولتي او نادولتي ادارو کې د نا اړینو غونډو بندول، په زندانونو کې له بندیانو سره د لیدنو بندول، تر یوې مودې په سرتړلیو ځایونو کې د فاتحو د عمومي مراسمو ځنډول، د ټولو لامبو ډنډونو، حمامونو او ورزشي کلبونو تړل شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت دغه راز له خلکو غوښتي چې په جوماتونو کې د لمانځه ادا کولو پر مهال واټن په پام کې ونیسي او د لویو غونډو پر جوړلو یې هم بندیز لګول دی.
د عامې روغتیا وزارت له ټولو اړونده ادارو غوښتي چې د دغو محدودیتونو په عملي کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د وزارت ویاند میرویس عليزي بي بي سي ته وویل د اړتیا په صورت کې له پولیسو هم مرسته غواړي.
په افغانستان کې د کورونايي محدویتونو د عملي کېدو په اړه پوښتنې د دغه وېروس په لومړۍ او دویمه څپې کې هم مطرح وې.
له کابل پرته په نورو ولایتونو کې هم خلکود نویو کورونايي بندیزونو د عملي کېدو په اړه بي بي سي ته ویلي چې تر ډېره یې خلک په پام کې نه نیسي او بابېزه یې ګڼي.
کابل کې چې هم د کورونا پېښې او ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده چارواکو د نویو بندیزونو د عملي کولو او څارنې لپاره میکانیزم جوړ کړی دی.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي د څار لپاره جوړه شوې کمېټه به په ښار کې ګرځي او ټول هغه ځایونه به ګوري چې په بندیزونو کې راځي.
د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم ویلي چې د دې وزارت اړوند ټولې مدرسې، انسټیټیوټونه او د فاتحو مراسمو لنډمهاله بندول، د جمعې ورځې خطبې لنډول، د لمانځه پر مهال واټن، د علماوو او نورو لویو غونډو او موقتي حلقو له راټولېدو ډډه باید د بندیزونو برخه وي.
د عامې روغتیا وزارت د کورونا وېروس د دریمې څپې د خپرېدو د کچې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې روغتیايي سیستم یې ځپلی دی.
دغه راز د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي څېړنې یې ښيي چې په افغانستان کې به د کورونا وبا دریمه څپه تر راتلوونکې یوې اونۍ اوج ته ورسېږي.
د عامې روغتیا وزارت دغه راز خبرداری ورکوي چې که د خلکو له خوا بې احتیاطۍ دوام وکړي نو کېدای شي چې د کورونا وبا د دریمې څپې اوج ډېر وخت ونیسي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57454608