د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له څو ورځني ځنډ وروسته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا وېرس ضد د واکسیناسیون بهیر بېرته پیل شوی دی. یاد وزارت وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر بیا پیل شي.
ټاکل شوې ده چې په لومړي پړاو کې له ۵۵ کالو د پورته عمر لرونکي کسان، په سختو ناروغیو اخته کسان، په کور دننه بېځایه شوي او کډوال واکسین شي.
افغان حکومت تېره اوونۍ د کورونا ضد واکسین ختمېدو له کبله دواکسیناسیون بهیر درولی و.
خو تېره ورځ د چین لخوا د ۷ لکه ډوزه واکسین مرسته کابل ته ورسېدله چې ورسره اوس د وګړو د واکسینولو بهیر بیا پیل شوی.
د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه په ټول افغانستان کې شپږ نیم لکه کسانو ته د کورونا ضد واکسین لګول شوی دی.
یاده دې وي چې افغانستان کې د کورونا وېروس دریمه څپه دوام لري او د عامې روغتیا وزارت وايي، مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57458660