د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر شپږ لکو دوولسو ته ورسېد او دا په نړۍ کې د دې وبا له امله له بل هر ملت د ډېرو خلکو مړینه ده.
پر ۲۰۲۰ کال د کورونا وبا پیلېدو سره امریکا کې درې دېرش نیم میلیونه وګړي هم په دغه وېروس اخته شوي چې تر بل هر هېواد لوی شمېر دی.
له امریکا وروسته برازیل کې له کورونا څلور لکه اته اتیا زره او هند کې ۳ لکه ۷۷ زره کسان مړه شوي دي.
د کورونا له امله امریکا کې د مړو شمېر له پنځو لکو تر شپږ لکو ته رسېدو نږدې پنځه میاشتې وخت ونیو او دا امریکا کې د کورونا پیلېدو او بیا ترې د یو لک کسانو د مړه کېدو مودې سره برابر دی.
دا نوی شمېر امریکا کې د وبا له هغه حالت سره لوی بدلون ښيي چې پکې تېر منی په یوه میاشت کې له دریو لکو څلورو لکو ته د مړو شمېر ورسېد.
https://www.bbc.com/pashto/world-57493344