د افغانستان په لویدېځ هرات ولایت کې د عامې روغتیا ریاست وايي له ایرانه شل ټنه اکسیجن دې ولایت ته ورسېد او په پام کې ده چې پر هغو روغتیايي مرکزونو وویشل شي چې د اکسېجن له کمښت سره مخامخ دي.

د هرات مرستیال والي ډاکټر نور احمد حیدري چې د اکسېجن د دې جوپې او ارغوان په نامه د اکسېجن تولید شرکت لېدلو په موخه د هرات صنعتي ښارګوتي ته تللی و له ټولو هغو کسانو نه مننه وکړه چې له ایرانه د اکسېجن په استولو کې ښکیل وو.

ښاغلي حیدري ویلي د ایران له مشهد نه هرات ولایت ته د اکسېجن د لېږدولو جواز ورکړل شوی او په پام کې ده چې هره اونۍ دوه موټر اکسېجن چې هر یو به یې ۲۰ ټنه وي د اسلام قلعه له لارې هرات ولایت ته راوړل شي.

د ښاغلي حیدري په وینا له دې سره به په هرات کې د اکسېجن د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي او هڅه به وشي چې څنګ لورو ولایتونوته هم واستول شي.

دغه راز د هرات د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالحکیم تمنا د کورونا ناروغانو لپاره د بسترونو د ډېرولو خبر ورکړ او ویې ویل د کورونا د مثبتو پېښو شمېر په ډېریدو دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57544350