د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې یې له کوویډ سره د تړلې تور فنګس (تور فنجي) ناروغۍ درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندلې دي، چې په تور فنګس اخته درې واړه ناروغان په کورونا وېروس هم اخته شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح کابل کې خبریالانو ته ددې ناروغۍ په اړه داسې مهال خبرې کولې، چې په پام کې ده (شنبه) د کورونا وبا د محدودیتونو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو په تړاو خپل پلان اعلان کړي.
ښاغلي مجروح وویل، په وروستیو کې هند کې هم د کورونا له ډېرېدو سره د تور فنګس ناروغي ډېره شوې وه.
د روغتیا سرپرست وزیر وايي، تور فنګس چې طبي نوم یې "موکورمایکوزس" دی، ډېره نادره ناروغي ده، چې په تېرو څو کلونو کې یې کومه پېښه افغانستان کې نه ده ثبت شوې.
تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او په کورونا وېروس ډېری اخته کسان له دې ناروغۍ سره مخامخ دي.
دا ناروغي په هغو کسانو کې پیدا کېږي چې د وجود مقاومت او دفاعي سیستم یې د وېروسي ناروغۍ (ناروغیو) له کبله کمزوری شوی وي او د تور فنګس باکټریا په نورمال ډول د انسان په بدن او ککړه سبزۍ او ترکارۍ کې موجوده ده، خو معمولاً یې د بدن دفاعي سیستم د فعالیت مخه نیسي.
تور فنګس باکتریا په مېوو - په تېره هغو مېوو کې چې ډېر وخت پرې تېر شوی او مړاوې شوې وي- هم شته. تور فنګس څو ډولونه لري، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي، که مخنیوی یې ونه شي، د انسان له پوستکي دماغ ته سرایت کوي او بیا پر سترګو، سالنډۍ، ټوخي، خونریزۍ او ماغزو اغېز کوي.
په نړیواله کچه د فنګس ناروغانو کې د ۵۵ سلنه مړینه اټکل شوې ده.
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57704792