د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کوویډ - ۱۹ له کبله ۸۶ مړینې ثبت کړې. دغه وزارت په یاده موده کې پر کورونا وېروس د نویو ۸۱۳ اخته کېدو پېښې هم ثبت کړې دي.

د کورونا وېروس لپاره په ازموینو او نویو اخته کېدنو کې د حکومت په ثبت کړو شمېرو کې که څه هم تر یوه بریده کموالی لیدل کېږي، خو د ثبتېدونکو مړینو کچه لا هم لوړه ده.

بل لور ته د متحده عرب اماراتو رسمي خبري اژانس، وام، په رپوټ کې ویل شوي، دغه هېواد له سبا 'یکشنبې ' وروسته افغانستان ته الوتنې ځنډوي.

د الوتنو درولو د دې پرېکړې لامل د کورونا وېروس خپرېدو اندېښنې یادې شوې دي او هغه ټول کسان پکې شامل دي، چې تېرې ۱۴ ورځې یې افغانستان کې تېرې کړې دي.

دغه بندیزونو سره سره چې پر افغانستان او اندونیزیا دواړو هېوادونو لګول شوي، دواړو هېوادونو ته به د متحدو عربي اماراتو له لارې ټرانزیټي الوتنې دوام کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه هېواد لا هم د کورونا وېروس د خپرېدو د درېیمې څپې له هسکو تېرېږي.

په افغانستان کې پر کورونا وېروس د اخته شویو کسانو شمېر او له همدې کبله د مړینې شمېر ښايي تر هغه ډېر وي، چې رسماً اعلانېږي.

ګڼ شمېر داسې کسان چې پر کورونا اخته کېږي، روغتونونو ته نه ورځي او دغه راز د داسې ډېرو مړینو معلومات هم په رسمي توګه نه ثبت کېږي چې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ (جمعه) د کورونا مخنیوي واکسین ''جانسن انډ جانسن '' نژدې یو نیم میلیون ډوزه افغانستان ته ورسېدل.

د امریکا متحدو ایالتونو د دې واکسین درې اعشاریه درې میلیونه ډوزه مرسته له افغانستان سره کړې، چې پرون یې لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.

جانسن انډ جانسن واکسین یوازې یو ځل ورکول کېږي او له دې سره به له درې میلیونو ډېر افغانانو ته د کورونا مخنیوي واکسین ورکړل شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو پرون اعلان وکړ، چې په شرایطو برابر کسانو ته به له نن 'شنبې ' د دغه واکسین ورکړه پیل شي.

بل لور ته د متحدو عربي اماراتو خبري اژانس د وام رپوټ کې ویل شوي، متحدو عربي اماراتو افغانستان او اندونیزیا ته د خپلو وګړو پر سفر هم بندیز لګولی.

دیپلوماتیک سفرونه، رسمي او سوداګریزې الوتنې او دغه راز د جدي درملنې لپاره سفرونه له دې بندیزونو مستثنا بلل شوې دي.

تر اوسه دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه بندیزونه به تر څومره مودې دوام کوي.

بل لور ته د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، متحدو عربي اماراتو دوی ته تر اوسه په دې هکله رسماً څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې ګڼ شمېر افغانان د دبۍ په ګډون د متحدو عربي اماراتو په بېلا بېلو ښارونو کې په کاروبار او مزدورۍ بوخت دي.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57791912